د دوبۍ شيخ د تښتيدلي ښځې قضيه چيري اوريدل کيږي

د دوبۍ شيخ د تښتيدلي ښځې قضيه چيري اوريدل کيږي

شهزادګۍ هیا بنت الحسین د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم شپږمه ښځه وه چې اونۍ وړاندې له دوبۍ څخه اروپایې هېوادونو ته وتښتېده، هغه دا مهال ۴۵ کاله عمر لري جالبه لا دا ده نوموړې د اردن د پخواني ولسمشر لور او د همدې هېواد د اوسني ولسمشر ناسکه خور هم ده.
ددې ښځې قضيه لندن کې د يوې محکمې له لوري تر بحث لاندې نيول کيږي.

اوس نو د انګلستان په لندن ښار کې د کورنیو مسایلو یوه محکمه د دوبۍ د واکمن او د هغې د تښتېدلې ښځې ترمنځ د جنجالونو قضیه اوري، اوس به معلومه سي چې د دوی ترمنځ څه ستونزه وه؟ او ولې یې مېرمن تښتېدو ته اړ سوې ده؟

د شېخ محمد بن راشد مېرمن د لندن ښار په قیمت ترینه سیمه کې ګران بیه استوګنځای لري او دا مهال په همدې خپل استوګنځای کې اوسیږي.
تراوسه انګېزه نه ده مالومه چې دا ښځه ولي له خپل خاوند څخه تښتيدلې




t