د افغانستان او تاجیکستان د اقتصاد او سوداګرۍ ګډ کمېسیون تخنیکي ګروپونو په کار پیل وکړ

د افغانستان او تاجیکستان د اقتصاد او سوداګرۍ ګډ کمېسیون تخنیکي ګروپونو په کار پیل وکړ

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرسلاکار  همایون قیومي، په مشرۍ افغان لوړ پوړي پلاوي د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ بین الحکومتي کمېسیون د جوړیدو په موخه د تاجیکستان هیواد پلازمېنې دوشنبې ته سفر کړې.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې دغه پلاوي د یادې اوومې ناستې څلورو ګروپونو د افغانستان ترانسپورټ وزارت د ریل پلټۍ ادارې د رئیس  یما شمس او د تاجیکستان هیواد د ترانسپورټ وزارت لومړي مرستیال  میرزا زاده سهراب، په ګډه مشترۍ په کار پيل وکړ.
د دې ناستې په پیل کې د تاجیکستان لوري د افغانستان پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د افغانستان د ترانسپورټ وزارت د ریل پټلۍ رئیس له مقابل لوري څخه د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون د اوومې ناستې له کوربه توب څخه مننه وکړه.
یاده ناسته څلور کاري ګروپونه په ۱. اقتصادي او سوداګرۍ، صنعت، نقلیات او ترانسپورټ، ګمرک او استندرد جوړونه، ۲. انرژۍ، د اوبو ذخیرې، نفت او ګار، ۳. کرنه، چاپیریال ساتنه، د اضطراري حالاتو مخنیوی او بیمه، ۴. کلتور، لوبې او سیاحت، عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې لري.
یاد څلور ګروپونه به په بېلابیلو موضوعاتو بحث وکړي او د دواړو هیوادونو تر منځ به د پروتوکول موارد د لاسلیک لپاره نهایې کړي.




t