د ډالرو «کانې»!

د ډالرو «کانې»!

ف، فایض

یو فولکلوریک حکایت دی، وایي یو چا د پیر صیب له ژرندې نه د شپې یو ګوډی اوړه غلا کړل او روان شو، یو، یو نیم ساعت مزل وکړي؛ خو بېرته پر ژرنده را برابر شي، دا کار څو ځله تکرار شو، آخر غله فکر وکړ چې دا خو د پیر صیب ژرنده ده او هغه د کرامت خاوند دی؛ ځکه خو مزل کوم؛ خو بېرته پر ژرنده را برابر شم؛ نو همغه و چې ګوډی یې بېرته د ژرندې مخې ته کېښود او خپله یې پښې سپکې کړې. زموږ په ولسي جرګه هم همغه ټوکه وشوه؛ ناندرۍ ناندرۍ اخر بېرته همغه څوک د ولسي جرګې رییس شو، چې پر ریاست یې دومره ناندرۍ روانې وې، چا رییس باله او چا نه آخر هغه پر داسې یوه لاره بېرته د ولسي جرګې کرسۍ ته ورسید چې چا یې فکر نه کاوه. د شویو ادعا ګانو له مخې د هغه له خوا به توزېع شوي ډالر بېځایه نه تلل. ما په خپله یوه لیکنه کې چې ویسا پرون یکشنبه خپره کړه هم پر همدې ټکي ترکیز کړی و چې زموږ حکومت او سیاسي نظام اوس د پانګوالۍ پر ستنو ودرول شوی دی، دلته هغه سړی هم عالم دی، هم ظرفیت او قابلیت لري او هم نور ټول حمیده اوصاف چې پیسې لري. زه داپه واز کومي وایم که څه هم افغانستان د یوه اوږده بحران پر پوله روسانو ودراوه؛ خو امریکا چې له موږ سره څه وکړل، داپه کراتو کراتو له هغو بدو، بد دي چې روسانو له موږ سره وکړل، که څه هم د روسانو پر وړاندې هم زموږ ولس ډېرې قربانۍ ورکړې؛ خو د روسانو تر ماتې او د نجیب د کمونستي حکومت تر سقوط وروسته زموږ ولس له معنوي اړخه تر ډېره بریده پر خپلو پښو ودرید؛ خو امریکا چې دلته زموږ د تباهۍ له پاره کوم کاږه تاداوونه کېښوول، د هغې سمول اسان کار نه دی او نه په لږه موده کې ممکن دی.

میر رحمان رحماني د کوم داسې خاص ظرفیت خاوند و چې د هغې پر اساس رییس شو؟ فقط پیسې یې لرلې او دا درېیمه دوره ده چې په ولسي جرګه کې متأسفانه ضمیرونه پلورل کېږي. زه دا نه وایم چې ولې میر رحمان رحماني د ولسي جرګې رییس شو، که هغه نه وای رییس شوی، کوم بل پانګوال به رییس شوی وای، ځکه اوس خو ګټه د هغه چا ده چې ډېرې پیسې لري او دا مصیبت امریکا افغانستان ته راوست، دا چې څومره افغانانو په دوبۍ کې پانګونه کړې یا یې د نړۍ په نورو هېوادو کې کړې افغانستان خو یو غریب هېواد دی او دغومره پیسې یې نه درلودې او نه د دې زمینه مساعده وه چې یو څوک دی دغومره پیسې را ټولې کړای شي. امریکا په لوی لاس یو شمېر کسانو ته قراردادونه ورکول چې له هغې لارې شتمن شي، او ډېر له همدې لارې شتمن هم شول.

له ما سره د ریاست غم نشته چې څوک رییس شو او څوک نه شو، بالاخره به د ولسي جرګې کوم شتمن او پانګوال رییس کېده؛ خو اندېښنه را سره دا ده چې دغسې ولسي جرګه چې د یوه رییس د ټاکنې پر سر خپله اراده نیلام ته اېښوولای شي، سبا ته خو په یوه لویه ملي مساله کې هم دا کار کولای شي. موږ ښکاره ثبوت لرو. کله چې اشرف غني د ولسمشرۍ لوړه وکړه، سبا ته یې له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل او هغه د «از آش کرده کاسه داغتر» ټوکه شوه، امریکا به د دې تړون د لاسلیک له پاره دومره لېواله نه وه لکه اشرف غني، ډاکتر عبدا…، حنیف اتمر او نور چې وارخطا و خو زموږ ملي شورا تر هر چا ورته ګبڼۍ نیولې وه. زه افسوس پر دې کوم چې د قربانۍ له پاره زموږ د خوار اوبېکسه ولس بچي پر میدان ولاړ وي او چې د مزو چړچو ځای راشي بیا وار د نورو وي، ان چې یو شمېر کسانو خو په هند او ترکیه کې هم خپل د سبا ورځې غم کړی دی؛ ځکه که دغه اوسنی نیم او نیم بند حالت هم د کاملې خرابۍ خوا ته ځي؛ نو د غریب او بېوزله کورنیو بچیان به همدلته پاتې وي چې څه پرې راغلل هغه به راځي؛ خو هغه چې دولس غوښې یې وخوړې، هډوکي یې وشپېلول او وینې یې وڅښلې هغه به د الوتکې له دروازې نه په یوه فاتحانه موسکا وایي چې:

«د ځمکې خلکو خدای پامان!»

او چې کله بیا حالات کابو شول او بیا د نظام او نظام جوړونې خبره راځي همدغه تښتیدلي به څوک د لویدیځ نه، څوک له هند و څوک له ترکیې او څوک له نورو ځایونو نه راځي او دلته به پر دې مظلوم ولس حکومت کوي. په ۲۰۰۱ کې افغانستان ته د امریکایانو تر راتګ وروسته، د جنګسالار او ټوپکسالار اصطلاحات دود شول، خو دا کار هم امریکا عمداً او د یوه پلان له مخې وکړ، ځکه یو شمېر کسان یې په لوی لاس پر همدې پولو ودرول؛ خو زه نه پوهېږم چې دا د «ډالر سالار» اصطلاح ولې دود نه شوه او ولې د چا ورته پام نه دی؛ ځکه دا ناروغي له هغې مخکنیو ناروغیو خطرناکه ده. که ډالر نه وي څوک توپکسالار او جنګ سالار کېدای هم نه شي او دا زمینه امریکا مساعده کړه چې یو شمېر کسان دغه مقام ته ورسېږي.

تاسې فکر وکړﺉ، دا کوم منطق منلای شي چې د نړۍ پنځه څلوېښت هېوادونه دې افغانستان ته راشي، هغه چې هره شېبه روسیه او چین او د سیمې نورو هېوادو ته ګوتڅنډنه کولای شي؛ خو په یوه موټي افغانستان کې سوله نه شي تأمینولای، خو حقیقت دا دی چې د جنګ لوبه یې د یوه پلان له مخې روانه کړې ده چې افغانستان یو غریب ملک دی، ولس یې غریب او بېوزله دی؛ خو داسې خو هم نه ده چې امریکا او نورو لویدیزو او سیمه ییزو انډیوالانو یې دلته څه روان کړي دي چې پر هغې نه پوهېږي چې تر شا یې کوم ډرام سټیج کول غوړاي.

د شوروي پر وړاندې زموږ د ولس سپېڅلی جهاد چې واقعاً سپېڅلی و جلا خبره وه؛ خو نور بې له شکه افغانستان یو ځل د روسي ټانکونو د چاینونو لاندې کنډر کنډر شو او بل ځل دا دی د ناټو او په خاصه توګه د امریکایي شوبلو او جنګي الوتکو په وسیله کنډر کنډر شو. زه چې کوم خبرې اندېښمن کړی یم هغه دا ده چې د وخت په تېرېدو سره به دا وران ویجاړ هېواد د خدای په فضل سره جوړ شي؛ خو امریکا چې دلته کومې ناروا کرښې را کاږلې دا به ډېر وخت واخلي. زموږ هېواد یې د یو شمېر نامسؤولو توپکوالو، زورواکو او ډالر مینانو لاسو ته وسپاره. زه دلته د یوې خبرې وضاحت اړین بولم او هغه دا چې دا به ډېره بې انصافي وي که څوک مجاهد له اوسني زورواکي، غاصب، اختطافګر او نورو دا ډول کسانو سره په یوه تله تلي. دا مسلماً نور خلک دي، جلا فرهنګ لري، جلا تګلاره لري، جلا اهداف لري، دوی د پیسو له پاره د هر اشغالګر د دروازې په خوله کې ولاړ وي. او که نه زه په چلنج سره وایم په دوی کې دې یو نر شي او د یوې پرانستې ولسي محکمې پر وړاندې دې د خپلو راټولو کړو شتمنیو حساب ورکړي او دا دې ووایي چې له کومه یې کړل؟ که کله خدای په افغانستان کې یو داسې څوک واک ته ورساوه چې د دې خبرو پوښتنه یې کولای شوای او کوله یې بیا به معلوم شي، هغه چا چې پرون شل جریبه ځمکه نه لرله او نن په سوونو او زرګونو جریبه ځمکه لري دا یې له کومه کړه، دا په ښارونو کې اسمانڅکي بلندمنزلونه یې ل کومه کړل، دا له ارګه پراخ او ښکلي کورونه یې له کومه کړل؟ ولس باید تر هر څه دمخه دې ته متوجه شي چې نور  هغو کسانو ته واک ته د رسیېدو زمینه مساعده نه کړي چې دا هېواد یې چور کړ.




t