د شورا یا جمهوریت اصول! ژباړن: شفیع الله تاند

د شورا یا جمهوریت اصول! ژباړن: شفیع الله تاند

په اجتماعي مساله کې د یوه غوڅ معیار پر ځای د خلکو په رایه پریکړه کول کومه ساده خبره نه ده، دا یو ډیر مهم ټولنیز اصل دی ـ چې کله د انساني مجتمع او اجماع مساله وي نو د دې دننه اجتماعي نظم ساتنې دوه صورته دي …..یو دا چې یوه شخص ته د غوڅ حاکم حیثیت په برخه وي او هغه د ټولو په سر کې خپله خوښه او رضا نافذ کړي ـ دوهم شکل یې دا چې د اجتماع هر فرد ته د خپلې رای ورکونې وخت ورکړل شي او بیا یا خو د ټول نظر له مخې یا اکثرو رایو پر بنسټ پریکړه وکړل شي.
لومړۍ طریقې ته دیکتاتوري او دوهمې هغې ته جمهوریت ویل کیږي ـ اسلام کې د شورا اصول عملا همغه دي چې په اوسنۍ زمانه کې جمهوریت ورته ویل کیږي.
د شورا یا جمهوریت دا اصول د شرعي عقیدې مساله نه ده، ـ د خپل نوعیت له مخې دا د فطرت په اصولو بنا ده.
خالق د مصلحت پر مټ هرې میرمن او سړي ته د پوره آزادۍ حق ورکړی دی دا آزادي له قیامت مخکې منسوخوونکې نه ده ـ په داسې حالت کې ټولنیز نظم په کوم بنیاد وساتل شي که د ټولنیز نظم لپاره یو معیاري اصول وټاکل شي او دا موخه وي چې ټوله انساني مجموعه دې د همدې معیاري اصول تابع وګرځي په دې حالت کې به خامخا دا کیږي چې په ابدي توګه به د خلکو تر منځ د ټکر حالت ادامه پیدا کړي ځینې خلک به دا معیاري اصول مني او ځینې به د خپلې خوښې خپلواکۍ په کارونې د دې ضد شي.
همدا شان به ټولنه په خپلواک ډول دوو متحاربو ډلو وویشل شي،ترمنځ به یې داسې جنګ رامنځته شي چې هیڅکله به پای ونه لري.
په داسې حالت کې زموږ لپاره له دوو یې یو انتخابول دي…..یو،په معیاري ټولنیز اصول ټینګار کول پایله به یې دا وي چې معیاري اجتماعي اصول خو کله هم نه عملي کیږي او بالاخره انساني ټولنه به د تل لپاره له امن بې برخې شي.
په دې مساله کې دوهم انتخاب دا دی چې د اجتماعي نظم لپاره کوم مطلوب اصول نه وي بلکې په عملي توګه دا وکړل شي چې د تولنیز نظم په برخه کې عامه رای عملا ومنل شي ـ همدا راز په ټولنه کې به سم له واره امن راشي او هر وګړي ته به دا موقع ترلاسه شي چې هغه پخپله انفرادي دایره کې د رغونې او پرمختګ کومه طرحه او پلان وغواړي چې په کار یې راوړی شي.
د فطرت دا اصول په یوه حدیث کې په دې کلیمو بیان شوی دی:
یعنې څنګه چې تاسې وئ، واکمن به مو هم هماغسې وي.
د دې مطلب دا دی چې سیاسي انتظام په غوڅ ډول د کوم اصول تابع کیږي نه، بلکې د ټولنې د اجتماعي او عامې رای له مخې به د دې ټاکنه کیږي ـ دا خبره په بل عبارت داسې کیدلی شي چې په اسلام کې د حکومت معامله د کوم مطلق معیار تابع کیږي نه بلکې هغه عملي طریقه غوره شوې ده چې ورته سیاسي زغم ( Political adjistment) طریقه ویلی شي
الرساله،




t