عمران خان: پرویز مشرف د مفسدینو ملاتړی و

عمران خان: پرویز مشرف د مفسدینو ملاتړی و

د پاکستان صدراعظم عمران خان پر پخواني ولسمشر پرویز مشرف له دې کبله توندې نیوکې کړي، چې ولې د واکمنۍ پر وخت یې د مسلم لیګ نواز ګوند په فساد تورن کسان نه دي محاکمه کړي.

عمران خان په یوه تازه وینا کې ویلي،چې مشرف د دغو کسانو له بښلو سره د مفسدینو ملاتړ کړی دی.

 مشرف په دې اړه څه نه دي ویلي.

هغه اوس په دوبۍ کې له مرګوني حالت سره لاس و پښې نرموي.

نوموړي واک ته د عمران خان له رسیدو سره هیله مندي ښودلې وه، چې د ده په کابینه کې یې د مخکینیو چارواکو پراخ حضور به پاکستان ته په ستنیدو او نه ځپل کیدو کې مرسته ورسره وکړي.

مشرف په پاکستان کې د اساسي قانون د نقض او د بینظیر بوټو په وژلو کې د لاس لرلو دوسیه لري.




t