د روسیې لوړپوړی پوځي پلاوی پاکستان ته تلی

د روسیې لوړپوړی پوځي پلاوی پاکستان ته تلی

د روسېې یو لوړپوړی پوځي پلاوی پاکستان ته په سفر تلی.

پاکستاني رسنۍ وایي په دغه سفر کې روسي پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو پوځي اړیکو په اړه خبرې کړي.

دغه پلاوي د پاکستاني پوځ له مشر جنرال جاوید قمر باجوه او نورو چارواکو سره د لیدنو پر وخت پر مختلفو موضوعاتو غږیدلی.

د پاکستان پوځ په وروستیو کې له روسیې څخه د زیاتو مرستو تمه کړې، خو روسیې په  ښکاره په دې اړه څه نه دي ویلي.

روسیه او پاکستان په وروستیو کې سره نیږدې شوي.



t