غزل/ نجیب تنها

غزل/ نجیب تنها

مُقام ترې خپل هیر شوی دی آسمان ته ګوته نیسي
دا چا لیونی کړی دی جانان ته ګوته نیسي

تا تل د محبت خلاف اواز دی اوچت کړی
کافر سره د کُفر ستا ایمان ته ګوته نیسي

پوښتنه د وخشت که چرته وشي په دنیا کښی
دا ټولې بلاګانې به انسان ته ګوته نیسي

توبه ده بی وسې چې زور یې ښه راته معلوم شو
ځوانې چې په اور سوزی نو ارمان ته ګوته نیسي

ده هر سړي نظر زما غزل درپسې ګوري
مطلب د توري نه ګوري ګمان ته ګوته نیسي

سبب ده بربادۍ کښی ورنه وپښتې بیا ګوره
تنها بلا وخلی به خپل ځان ته ګوته نیسي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نجیب تنها



t