د ټرمپ مخالفينو د سپيني ماڼۍ مخ ته د آمريکا بيرغ ته اور واچاوه!

د ټرمپ مخالفينو د سپيني ماڼۍ مخ ته د آمريکا بيرغ ته اور واچاوه!

عزت الله ذکي

د جولای ٤مه چي د آمريکا د خپلواکۍ د ورځي سره برابره ده، د ټرمپ مخالفينو د يوه لاريون پرمهال د سپيني ماڼۍ مخ ته په داسي حال کي د آمريکا بيرغ ته اور واچاوه، چي ټرمپ له دغه ځايه لږ لېري يوې غونډي ته وينا کوله.

په دغه لاريون کي جويي جانسون له مخالف کمونيسټي انقلابي ګوند څخه د ټرمپ وروستۍ کړني ته په اشارې سره ويلي، غواړم د نړۍ د خلکو سره خبري وکړم او خلک بايد پوه سي، چي د آمريکا په سرحدونو کي داسي کسان وجود لري، چي د نړۍ د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.

جانسون ددغه لاريون پرمهال د آمريکا بيرغ ته اور ورته کړ، نورو لاريونوالو بيا (امريکا هيڅکله لويه نه وه) شعار ورکاوه او دغه راز يو ځانګړی شعار يې (راځئ چي آمريکا لويه کړو) ټرمپ ته لېږداوه.

پوليسو سريعاً د بيرغ اور خاموش کړ او جانسون يې ونيو، چارواکو ويلي، چي په دې تړاو يې د لاريونوالو يو بل کس هم نيولی دی.

په داسي حال کي چي سپيني ماڼۍ ته څېرمه د ټرمپ د پلويانو لاريون روان و، هغوی هم د ټرمپ په ضد د لاريونوالو سره په شخړه واوښتل.



امريکا سيمه او نړۍ
t