آیا موږ یو ازاد هیواد او ازاد ملت یوو یا نه؟!

آیا موږ یو ازاد هیواد او ازاد ملت یوو یا نه؟!

تیره ورځ مې یوه لیکنه چې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د تیاریو په اړه وه خپره کړي وه!
ځینو بیرته له ما پوښتې وه چې آیا موږ یو ازاد هیواد یو؟
زما نظر بیا دا دی چې هو هو هو …موږ یو ازاد هیواد یو
خو بدبختانه موږ یو داسې ملت یو چې له ازادۍ سره مینه نه لرو، موږ یو داسې ملت یو چې تل مو له جګړي سره مینه کړي، موږ داسې ملت یو چې تل مو تمدن نه تېښته کړي، موږ داسې ملت یو چې که څوک موږ سولې ، تمدن ، پوهي او یا هم بدلون ته کشکوي، نو هغه موږ په تېږو ویشتی، هغه مو غورځولی… چې ښه بیلګه یې دشاه امان الله وه!،
همغه وخت چې موږ شاه ته کافر ویلو، همغه وخت موږ غلام ملت وو همغه وخت موږ له ازادۍ نه کرکه لرله، همغه وخت موږ بدلون نه غوښته او نورې کیسې …
بله! دا په یوویشتمه پیړۍ کې غلامي نده چې دلته د ناټو غړې هیوادونه او یا هم امریکا شتون لري
بلکې غلامي داده چې! موږ کانونه لرو، موږ دسرو زرو په بیه اوبه او د سیمي موقعیت لرو خو موږ ترې استفاده نشوو کولائ
نو امریکا چې ساینسپوهان ،ټکنالوجیستان او یا هم غوره سیاستمداران لري نو مجبور چې هغه هم جګړه وکړي او هم دلته شتون ولري …
بل! له دوهمي نړیوالي جګړې وروسته استعمار ختم شوی اوس هر څه دګټو پر بنا مخته ځې هغه که سیاست، اقتصاد او یا د هیوادونو تر منځ اړیکې…
په اوس کې په دې باور ولره چې امریکا چې دنړۍ یو قدرت دی موږ ته هم محتاج دی خو دا چې موږ بیا له دې ښه استفاده نشوو کولای دا زموږ ستونزه ده نه دنړۍ نه د امریکا …
نو موږ یو ازاد هیواد یو خو په ازادۍ باور لرونکی او له ازادۍ سره مینه نه لرونکی ملت یو!
موږ په جګړه، موږ په تیارو، موږ په لویدو او موږ په افسانو باور لرو چې دا په خپله غلامي، لویدل او خلکو ته محتاجي ده…
هیلۍ اسد



ازاد ملت
t