د سپي زوی داسې ښکاري لکه د خره زوی- طنز

د سپي زوی داسې ښکاري لکه د خره زوی- طنز

ټلفون ته ناست وم، د واټساپ په یوه ګروپ کې مې د زده کړو ملګرو لیکنې کتلې چې د یوه مخمور افغان سیاستوال اوتې بوتې یې را اخیستي وې او ور سره لیکلي یې ول چې د سپي زوی داسې ښکاریږي لکه د خره زوی…!
دغه مهال مې کوچنی زوی هم څنګ ته کیناست، هغه چې د علمي څټو دغه پاسته او اخلاقي کمنټونه ولوستل نو تجسس ور سره پیدا شو او راته کړل یې لالکه انسان ته په کوم حالت کې د خره خطاب کیدلای شي؟
ما ته خو لومړی د ده دغه دخل در منقولات خوند رانکړ خو وروسته مې فکر وکړ چې ما خپله ماشومانو ته ویلي چې هر ډول پوښتنه در سره پیدا شي، پرته له کوم حجابه یې له موږ پوښتئ، موږ معلوماتو ته د لاسرسي د قانون له مخې مکلف یو چې معلومات درکړو،نو مې ورته کړل:

ــــ انسان ته عرفا هغه مهال خر ویل کیږي چې په جسم یا عقل کې یې له خره سره بشپړ ورته والی رامنځته شي. مال مثلا تا به لیدلي وي چې کله ناکله کوم خره په (پبلک پلیس) کې په خورا بې تکلفانه ډول خپل بې ساری اندام نندارې ته وړاندې کړی وي. د دغه حالت په لیدلو سره بیا خینې خلک هغه کسان له خره سره تشبیه کوي چې د اندام له پلوه ورسره ورته والی لري. د مثال په ځای کې مې د شلګر د سیمې یو پخوانی موټروان ورته یاد کړ چې میرمنو به د ودونو پر مهال هغه وخت راننګاوه چې د ناوې د کورنۍ له خوا به د دریاګانو په بدرګه د عجیبو او غریبو ښکنځلو له بهیر سره مخامخ شوې، وراباڼو چې عموما به د لالو استاد په موټر کې راتللې،د ناوې د خوا د ښکنځلو ځواب به یې دا ډول ورکاوه:
موږ ته کنځا مه کوئ له موږ سره لالو ده
تر خره یې ډګه لو ده

بل مال بې عقله انسان له خره سره تشبیه کیږي او خدای شته دغه تشبًه من حیث هِیَ هِیّ اتمّه، کامله او بشپړه ده، ځکه چې د خره عقل وده نه کوي او که خزان ورباندې راشي که بهار پر هماغه حالت چې وو، وي به. د مثال په ځای کې مې ورته ویل چې تا به لیدلي وي چې خر که خفه شي هم په خاورو کې رغړي او که خوشاله شي هم څرګندونه يې په رغړیدا سره کوي. بل که ژمی وي که اوړی چې د خره په چا باندې مینه راشي اعم له دې خره وي که انسان،دی یې څرګندونه په لغته سره کوي، همدغه علت دی چې پښتانه متل کوي چې د خره مینه لغته ده. مال بې عقل انسانان هم د عقلي رکود او فکري جمود له کبله خرو ته پاتې کیږي. مهمه نه ده چې بې عقل سړی دې زده کړی نه وي، د خپل عمر ګران بیه څو کلونه به یې د درس په لوستلو تیر کړی وي، یو ځای به ښه دنده هم لري خو د عقل،علم او فکر کچه به یې په هماغه پیلیزه بڼه جامده او راکده پاتې وي.
زه نه پوهیږم چې د زوی به مې څومره زما پر دغه علمي مجلس سر خلاص شوی وي خو په پای کې چې یې زما د مشاهداتي تحلیل کوم نچوړ بیان کړ هغه څه دا ډول وو:

ــــ “ښا ښا….مانا خر هغه دی چې عقل یې په ټپه ولاړ وي او د نشو نما او ودې ټول زور یې تناسلي آلې ته ور وتلی وي او انسان هغه دی چې عقل یې پرله پسې وده کوي خو د تناسلي آلې وده یې شرط او حتمي نه ده…!”

ما چې د خپل زوی دغه برداشتي تحلیل واورید نوباور مې راغی چې ځه شکر دی د عقل وده یې په ټپه نه ده ولاړه،

#طنز

عنایت الله کاکړ



ادب طنز
t