وخت و چې موږ لا نه و کم‌اصل شوي

وخت و چې موږ لا نه و کم‌اصل شوي

پر بدي به اووه پېړۍ اوښتې وې، د دښمن د اولاد سر وهلو ته به يې وينې په رګو کې اېشېدې، سترګو به يې له وينو پرته بل رنګ نه ليده، ماغزو به يې تر غچ هاخوا بل لومړيتوب نه درلود.

دوه قامونه به دوه لښکره ول، ايستلې تورې به ځلېدې او بيا به يوه تورسرې د نېزو تر څوکو تېره او د جنګ ډګر ته کښته شوه. مورې زوی نه و راوړی چې توره به يې په تېکه نه وای منډلې.

ښځې چې به کاڼی کېښود، د چا پلار ګام نه شوای ځنې اړولای، ښځې چې به نوا ونيوه، د خدای امر به ماتېده، خو خون به بښل کېده.

موږ چې لا کم‌اصل شوي نه وو، پلو د قران زور درلود. کمڅۍ د خدای رسۍ وه او له لمنې مخ اړول، تر کفر ستره بې‌ننګي وه.

نن د نازو او ملالې لور د خپل حق پر سر، سرتور سر په نيمه شپه کې، پر لويه لاره، نوا نېولې لوېدلې او د ستر نيکه زوی يې پر سر توپک نيولی، په زور يې شړي.

څه بې پته شول جنګونه
څه بې هوډه شول ننګونه
تو، لعنت پر دې شملو شه
لا دې جګې، نه ټيټېږي

سیدشاه سقیم



خیمه او اعتراض
t