راتلوونکي اونۍ د ايران اټومي انرژۍ په هکله غونډه کيږي

راتلوونکي اونۍ د ايران اټومي انرژۍ په هکله غونډه کيږي

امريکا د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې څخه غوښتي چې د ايران په هکله دي غونډه جوړه کړي.

امریکا د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې غوښتي چې د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله یوه ځانگړې غونډه جوړه کړي. دغه غوښتنه د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د امریکا نماینده گۍ مطرح کړې ده.
رویټرز خبري اژانس ویلي، چې تمه ده د ایران په اړه به ځانگړې غونډه راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ وسي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په دې وروستیو کې ویلي، چې ایران د غني سویو یورانیمو زیرمه په اټومي تړون کې د ذکر سوې کچې څخه لوړه کړې ده.
په دې وروستيو کې امريکا پر ايران د بنديزونو سره سره د جګړې ګواښ هم کړی خو په ځينو مواردو کې يې بيرته خپلې خبرې اخيستې دي.
اوس لا څرګنده نه ده چې ددې دواړو هېوادونو جنجال به تر کومه رسيږي؟




t