پکتیا کې ۷۰۰ټنه شات سوي

پکتیا کې ۷۰۰ټنه شات سوي

سږکال د کرنې برخه کې د حاصلاتو د زياتوالي ډير راپورونه ورکول سوي چې ورسره هممهاله بزګران او کروندګر خوشحاله هم دي.
د پکتیا ولایت د کرنې رياست مسوولين وايي چې د لته پر نورو محصولاتو سربيره سږکال د مچيو شات هم زيات سوي او مسولينو ته يې زياته ګټه رسولې.
دوی وويل سږ کال پکتیا کې ۷۰۰ ټنه شات سوي دي، لا هم تمه لرو چې سږ به د شاتود تولید ګراف تر دې هم لوړ ولاړ سي.
افغان دولت هڅه کوي ترڅو له حاصلاتو څخه ډيری افغانان خپله ورځنۍ چاره پوره کړي خو کله کله وچکالي او د دولت نه پاملرنه دا برخه زيانمنوي.



t