د بريتانيا او ايران نوې لانجه

د بريتانيا او ايران نوې لانجه

په جبل الطارق کې بريتانيا د ايران د تيلو وړلو يوه لويه بيړۍ ونیوله چې ددې دواړو هېوادونو ترمنځ يې اوس جنجال جوړکړی

د جبل الطارق چارواکي وايي، د هغې لویې تېل وړونکې بېړۍ په اړه یې پلټنې دوام لري چې دوی وړمه ورځ درولې ده.

د ګريس ۱ په نوم د دې لویې بېړۍ اته ویشت سورلۍ چې هندیان، پاکستانیان او اوکراینیان دي، دننه په بېړۍ کې ساتل سوي

بريتانيا د بيړۍ تر درولو وروسته ادعا کړې چې ځکه يې بيړۍ نيولې چې سوريې ته يې تيل وړل

د جبل الطارق اعلی وزیر فابیان پيکاردو ویلي، دوی ځکه دا بېړۍ نیولې چې د اروپايي ټولنې له بندیزونو یې سرغړونه کړې او سوریې ته یې تېل وړل.

ده وویل: موږ په حقیقت کې دلیل لرو چې ګریس ۱ بېړۍ د سوریې بنیاس چاڼځای ته خام تېل وړل، د تیلو دا چاڼځای د هغه چا دی چې په سوریه کې د اروپايي ټولنې د بندیزونو سره مخ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په جبل الطارق کې د ایراني بېړۍ د درېدو په غبرګون په تهران کې د بریتانیا سفیر ور غوښتی او اعتراض یې ورته کړی.
تردې وړاندې هم دا ډول پيښې په مرموزه توګه سوې وې چې هغه مهال امريکا ويلي وو چې دا کار د ايران دی




t