ادبيات له نوي ديده

ادبيات له نوي ديده

سيدنظيم سيدي

د نړۍ هرعلم په کافي اندازه مینه وال او څانګوال لري، خو کله ناکله داسې شي، چې مینه وال زیات شي او څانګوال لږ، البته متمدنې ټولنې دا هر څه له وړاندې اټکل کولای شي او ډېر ځله يې له ننګونې سره نه مخ کوي، خو وروسته پاتې ټولنې، چې هر علم يې په ځاني توګه وده کوي له دغو ننګونو او ستونزو سره ډېرې مخامخ کېږي، زما په نظر په دغو وروسته پاتو ټولنو کې یوه هم افغاني ټولنه ده، چې د نورو علومو ترڅنګ آن ادبیات يې هم له ننګونو او ستونزو سره مخ دي او پر منځپانګې سربېره يې تر اوسه پورې تعریف هم یو څه د تأمل وړ دی، په دې معنا په ټولې نړۍ کې تر اوسه پورې د ادب د تعریف په اړه څېړونکي په یو نظر شوي نه دي؛ خو هغه نظر، چې کابو ډېرو افغانو پوهانو او څېړونکو ته د منلو وړ دی هغه دا دی:

»هر هغه وینا، لیکلې وي که نا لیکلي “شفاهي”، نظم وي که نثر؛ خو چې هنري ارزښت ولري ادب بلل کېږي«[۱].

خو لویدیځوال څېړونکي بیا له دې پېژند سره ډېر همغږي نه دي او وايي:

ادب د انګریزي ژبې د literature د ژباړې په معنا استعمالېږي او لټرېچر د لاتیني ژبې د (litra) ریښې نه وتلې ده، چې د خط او لیک معنا ښندي او پر دې سربېره لټرېچر د لیک و لوست کول او پوهې حاصلولو معنا هم ښندي. دا لغوي پېژندنه د ادب لاندې تعریفونه پنځوي:

P ادب په عربي کې زیرکۍ، پوهې او د څه څیز د اندازې ساتلو ته وايي.

P ادب هغو معلوماتو ته وايي، چې له کتابونو څخه ترلاسه کېږي. (ډسکودس.(

P د لایقو ښځو او سړیو لیکلي احساسات او خیالات په داسې رنګ څرګندولو ته وايي، چې لوستونکی ترې نه خوند واخلي. (بروک(.

P ادب کې منطقي رښتیا خو نه وي، ولې ادبي صداقت په کې وي. (ارسطو(.

P قدرت چې انسان ته کوم دایمي څیزونه ورکړي دي د هغو څرګندونه لطیف ادب دی. (میاکن).

P ادب د انساني ژوند تفسیر دی. (آرنولډ).

P ادب د انسان هغه هڅه ده، چې انسان يې په وسیله د خپلو تېروتنو تلافي کوله. (امرسن)[۲].

خو راواښاد پوهاند حبیبي يې په اړه بیا داسې وايي:

»ادب په عربي ژبه ښېګړې او کیاست او د ژبې او زړه ظرافت او ذکاوت ته وايي، چې ظرافت او حسن تناول يې لنډ لغوي تعریف دی، اما په اصطلاح کې ادب په دې ډول تعریف کېږي: ادب هغه پوهنه یا ښه ریاضت دی، چې سړی د هغه په وسیله یو فضیلت او یو ښېګړه له ښېګړو څخه مومي یا له تېر وتلو او خطاو څخه ژغورل کېږي.

خلاصه ادب د لغت او اصطلاح لامله ښېګړې ده، چې سړی له خطاء او بد څخه ساتي او په خوي او خلق اړه لري، چې بیان يې د اخلاقو د علم کار دی او دلته په دې بحث اړه نه لري[۳]«.

خو د ارواښاد پوهاند حبیبي نظر هم د ادب په اړه پخوانی او ابتدايي دی او له څنګه، چې معلومېږي نوموړي دا را اخیستنه له عربي فرهنګونو څخه کړې، چې معمولاً فرهنګونه اوس کال پر کال بدلېږي او له نویو زیاتونو سره چاپېږي. البته په خپل وخت سره همدغه تعریفونه اوچت او د منلو وړ تعریفونه وو، خو دا چې نړۍ هره ورځ په بدلون کې ده او نوو پدیدو د نورو علومو ترڅنګ ادب ته هم لاره پیدا کړې، نو دا تعریف هم یو څه د تأمل وړ برېښي او د اوسنیو غوښتنو له مخې ځینې نیمګړتیاوې او که ساده يې ووایم کمبودۍ لري، چې باید اوسني پوهان يې بشپړې کاندې، خو که له ارواښاد حبیبي ور تېر شو، نو د ادب په اړه ارواښاد پوهاند رښتین هم خپل پېژند لري، چې په لاندې توګه به ورته نغوته وکړو:

»د عربو په لغت کې د پوهې، زیرکۍ، بلنې او د هر شي د اندازې د ساتلو په معناوو راغلی دی او په اصطلاح کې ادب پر دوه ډوله دی، یو نفسي ادب، چې اخلاقي فضیلت او ښېګړې ته وايي او بل داسې ادب دی، چې له دې څخه مطلب په ښه طریقه ویل او لیکل او خپل مطلب ښکاره کول دي[۴]«.

نو که د ارواښاد صدیق الله رښتین د ادب تعریف ته په دقیقه توګه وګورو له دې پېژندنې هم داسې معلومېږي، چې ګواکې د ادب کلمه له عربه راغلې او کابو کټ مټ په پښتو ژبه باندې تطبیق شوې ده، په داسې حال کې، چې په اوسنۍ زمانه کې د پخوانیو تعریفونو ناقد لیکوال اسد الله غضنفر له دې خبرې سره مخالف دی او وايي:

»زموږ په ژبو کې د (ادبیات) کلمه پخوا نه وه، ډېر امکان شته، چې دا کلمه په وروستیو پېړیو کې له اروپايي ژبو سره د بلدتیا او له هغو ژبو د ژباړې په نتیجه کې جوړه شوې وي[۵]«.

د غضنفر په وینا د ادب کلمه له عربي نه، بلکې له اروپايي ژبو څخه پښتو ژبو ته راغلې او دا چې د (ات) روستاړی يې اخیستی؛ نو موږ ډېر داسې پښتو او یا عربي مروجې کلمې، چې اوس پښتو شوي لرو، چې د (ات) روستاړي لري، لکه، مشکل/ مشکلات، موضوع/ موضوعات، ریاضي/ ریاضیات او ادب / ادبیات او یوازې د (ات) روستاړي له مخې موږ دغه کلمې عربي بللای نه شو، چې تر ډېره دغه منطق پر ځای هم دی، دا ځکه په پښتو ژبه کې چې څومره ژانرونه موجود دي او اوس پښتو شوي دا ټول په لومړي سر کې له اروپايي ژبو اردو ته راغلي او یا نېغ په نېغه پښتو ژبې ته راغلي، چې پر دې حساب په خپله د ادب کلمه هم په کې شامله ده، نو که چېرې دا خبره ومنو بیا هماغه د لټرېچر پېژندنه تر نورو تعریفونو غوره ده او د هغې یو لوی غوره والی دا دی، چې هره مخیله وینا ادب بولي.

کله چې د مخیلې یا خیال خبره کوو، نو زموږ مطلب لږ څه نور هم اسانېږي او په دې توګه دې پایلې ته رسېږو، هر هغه وینا چې خیال ونه لري هغه ادب نه دی، چې ننني ادبپوهان هم په همدې خبره ډېر ټینګار کوي، خیال او تخیل بیا هغه استعدادونه او وړتیاوې دي، چې له لیکوال سره نېغ په نېغه مرسته کوي، چې خپل فکر او پوهه په روانه ژبه په خورا زړه راښکونکي توګه په ډېر مهارت او بسنده توګه بیان کړي، خو خپله يې عقلي کړنه ده، یا په بله وینا: خیال هغه استعداد او وړتیا ده، چې له واقعیت نه د ترلاسه شویو انطباعاتو په وسیله په بشري شعور کې نوي حسي یا فکري انځورونه وپنځوي؛ خو شرط به يې دا وي، چې په ټاکلي شېبه کې رښتینی یا واقعي موجودیت ونه لري[۶].

نو وینو، چې د ادب لمن یو څه پراخه او جوته شوه او اوس د پخوا په څېر یوازې ښوونیزو مسایلو ته ادب نه ویل کېږي، بلکې خیال لرونکي اثار ادب بلل کېږي، خو دا تېروتنه هم ونه شي، چې ادبي ژبه او ادب ګواکې یو شی دی، ځکه په دې تېروتنه کې بیا موږ د نورو علومو لپاره هم خیال ټاکلی، چې دا به لویه تېروتنه وي.

البته له پورته تعریف څخه باید داسې اخیستنه ونه شي، چې ګواکې دا یو منل شوی او جامع پېژند دی، خو نسبتاً تر پخوانیو هغو ښه او اوسني ادبپوهان يې کابو منل شوی بولي.

پوهان د ادب جمع ادبیات بولي او ادبیات په حقیقت کې د ټولنیز ژوند مهمه اړتیا ده، په دې معنا په ټولنیز ژوند کې، چې ادیب کومې تجربې ترسره کړې وي هغه يې د همدغې پوهې په وسیله له ټولنې اخیستې او بېرته يې له خپل تاثر سره یو ځای ټولنې ته وړاندې کړي دي. که چېرې موږ د نړۍ د بېلابېلو ټولنو ادبیات له نظره تېرکړو او ژور فکر ورته وکړو دا به ترې زباد شي، چې به هغوی کې هرو مرو د ټولنې ټولنیز ارزښتونه، فکرونه، لیدلوري، تجربې، مادي او معنوي ارزښتونه، موخې، پیغامونه، کولتوري او فرهنګي ارزښتونه او ان ولسي دودونه په کې نغښتي، چې په حقیقت کې د لیکوال یا ادیب موخه ده، چې په ډېر کړاو په کراتو مراتو تجربو يې له ټولنو را اخیستنې کړي او بېرته يې خپلې ټولنې ته وړاندې کړي؛ خو ډېر ځله داسې هم شوي، چې ټولنو یا ټولنې په ډېرې اسانۍ دا هر څه نه دي منلي او یا يې د دغو خبرو منښتنه نه ده غوښتې، چې دا کار بیا هم د لیکوال یا ادیب ستونزه یو څه زیاته کړې او اړ شوی، چې د حساس کېدلو لپاره یو څه دقیق او څه هم عاطفي او احساسي شي، په دې معنا په ځینو ځایونو کې عاطفه دومره پیاوړې کړي، چې لوستونکی پرې ډېر فکر کولو ته نږدې کوي او نېغ په نېغه يې قضاوت کولو ته اړ باسي او یا ترې دومره اغېزمن شي، چې د خبرې تل ته يې هډو ځان نه وي رسولی او دغه ډول ادبیاتو ته بیا هنري ادبیات وایه شي، چې ادب څېړونکي يې ډېر ځله خیال تر حقیقته اوچت بولي او د ادیب کمال ته ګوته په غاښ کېږي او دغه هېښېدنه د دې لامل کېږي، چې دغه صنف یا ژانر ته هم ځانګړی درناوی وکړي او تر نورو ژانرونو يې اوچت وبولي؛ خو د غه ژانر هم د وخت په تېرېدلو سره د خپل لوستونکي یا مینه وال ټولو پوښتنو او غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی او ډېر ځله يې اړخ بدل کړی دی، چې ادیب يې بیا هم فکر کولو او نویو تجربو ترلاسه کولو ته اړ ایستی، چې د وخت په تېرېدلو سره يې بیا هم نوی ژانر پیدا کړی او له ټولنې سره يې شریک کړی او بالاخره د همدغو غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره پښتو ادب نن کابو د شپاړسو په شاو خوا کې نثري ژانرونو لرونکی دی ، چې هر یو يې په خپل ځای او د وخت په تېرېدلو سره خپل خپل ارزښت لري او سترګې پټول ترې مهال خبره ده؛ خو کومه خبره، چې مهمه ده هغه دا ده، چې دغه ژانرونه اوس د کوم ځانګړي موسس، موسسینو او یا هم وګړو پورې نه اړوندېږي، بلکې په ټولې نړۍ کې يې وزرې خورې کړي او د هرې ټولنې او هر ادب رنګ يې خپل کړی دی او هره ټولنه يې اوس د ځان بولي او د همدغه ارزښت له مخې پښتانه لیکوال هم په دې باور دي، چې په پښتو ژبه کې د ښاغلي نور محمد تره کي له ناولونو سره د هېڅ هېواد د لیکوالو ناولونو سیالي نه شي کولای، همداسې دا نور صنفونه هم درواخله.

نو که خبره مو را لنډه کړې وي ادبیات خورا ډېرې لوړې او زوړې لري، چې په بسنده توګه بحث کول پرې د دې څېړنې له اوسېلې څخه وتلې خبره ده، خو هغه څه چې دلته يې یادونه اړینه ده هغه دا ده، چې ادبیات له علمي پلوه په درېو برخو وېشل کېږي، چې په وار سره:

۱- د ادبیاتو تاریخ.

۲- د ادبیاتو تیوري.

۳- او ادبي اثارو کره کتنه ده.

په دې معنا که چېرې یو لیکوال په دې بحث کوي، چې (کلتور او ټولنه) او (لوړ خیالونه او ژور فکرونه) کتابونه آثار دي او که نه؟ دا بحث تر ډېره د ادب د تیورۍ پورې اړه لري، خو که د همدغو اثارو ښې ګڼې او نیمګړتیاوې په ګوته کوي هغه بیا د ادبي کره کتنې بحث دی، خو که په دې بحث متمرکز کېږي، چې لومړی باید کوم اثار معرفي شي یا کوم یو ولیکل شي دا بیا د ادبیاتو تاریخ پورې اړه پیدا کوي، خو دې خبرې ته مو هم پام وي، چې دا یوه ضمني یادونه وه، په حقیقي توګه د دغو بحثونو جلا کول یو څه ستونزمن دي.

که له دې بحثه را تېر شو، نو ادب او ادبیات ادبپوهانو د بڼې او منځپانګې له پلوه هم په برخو وېشلي، چې په لاندې توګه ورته نغوته کېږي:

په عامه توګه ادبیات د جولې او منځپانګې له پلوه په دوه ډوله دي، چې یو يې تخلیقي یا پنځیز ادبیات او بل يې تحقیقي یا څېړنیز ادبیات دي[۷]، چې ډېر ځله تخلیقي ادب ته هنري ادب یا هنري نثر هم وايي، خو د دې ترڅنګ ادبپوهان پر پورته ډلبندۍ سربېره ادبیات د بڼې له مخې په عمومي توګه په دوو سترو برخو وېشي، چې یوې ته يې شعر او بل ته يې نثر وايي، شعر خپل ډولونه او چوکاټونه لري او نثر خپل، چې د بحث د اوږدوالي له مخې ترې اوس تېرېږو او که ژوند و په راتلونکي کې به پرې په تفصیلي توګه بحث وکړو، اوس به پر همدغو خبرو بسنده شو.

[۱] – څېړنوال سیدمحی الدین هاشمي: د نثري ادب ډولونه (ادبي ژانرونه)، وحدت خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۸۹ لمریز کال، ۳۹ مخ.
[۲] – سحر ګل سحر کتوزی: ادب څه ته وايي؟، بورا پاڼه، http://www.bowraa.com/index.php?option=com
[۳] – پوهاند عبدالحی حبیبي: د پښتو ادبیاتو تاریخ(لومړی ټوک)، ۱۳۲۵ لمریز کال، ۴ مخ.
[۴] – صدیق الله رښتین: د پښتو ادب تاریخ، پښتو ټولنه، دولتي مطبعه، کابل، ۱۳۲۵ لمریز کال، ۵ مخ.
[۵] – اسد الله غضنفر: ادبیات څه ته وايي؟، تاند انټرنټي پاڼه، ۱۳۹۳ لمریز کال. http://www.taand.com/archives/29046
[۶] – ریمونډ لارنس برت: تخیل، د سیدنظیم سیدي ژباړه، پښتو کاروان د ژباړې مرکز، کابل، ۱۳۹۲ لمریز کال، ۱۰ مخ.
[۷] – څېړنوال سیدمحی الدین هاشمي: د نثري ادب ډولونه (ادبي ژانرونه)، وحدت خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۸۹ لمریز کال، ۱ مخ.



t