ښکلا څه شی ده؟

ښکلا څه شی ده؟

ژباړه: حمید الله حمیدي

د ښکلا لټه د انسان په خټه کې نغښتې ده. انسان تل په دې لټه کې وي چې خپله ښکلی وي، د ژوند ملګری یې ښکلی وي، اولادونه یې ښکلي وي. جامې یې ښکلې وي، کوټه یې ښکلې وي. له ښکلي طبیعت خوند اخلي او په ټوله کې هرڅه چې لري باید ښکلي وي. اوس پوښتنه دلته ده چې ښکلا څه ده؟ او تعریف یې څه دی؟

ټولو ته جوته ده چې اوبه خپل ځانګړی کېمیاوي فورمول لري (H2O)، خو د ښکلا لپاره هم داسې کوم فورمول شته او که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې تر اوسه ځواب شوې نه ده. ډېری کسان په دې اند دي چې دا پوښتنه ځواب هم نه لري. ښکلا هغه څه ده چې درک کېږي، خو توصيفېږي نه. په نړۍ کې ډېر داسې شیان شته چې انسان یې درک کولی شي خو تعریفولی یې نه شي. ډېر به په دې اند وي چې ښکلا مینه زيږوي، خو په اصل کې مینه ده چې ښکلا زيږوي. لیلا دومره ښکلې نه وه چې مجنون پرې مین شي، بلکې دا مینه وه چې لیلا یې ښکلې کړه او د ټولې نړۍ په کچه یې د مینې ریکارډ جوړ کړ. نو ویلی شو چې ښکلا داسې څه نه ده چې تعریف شي، خو کولی شو چې درک یې کړو. بله دا چې په هره ټولنه کې کېدای شي د ښکلا لپاره ځانګړی معیار شتون ولري. تر ظاهري ښکلا باطني ښکلا غوره ده، ځکه کېدای شي ظاهري ښکلا تر ډېره دوام ونه کړي، خو باطني ښکلا بیا د انسان پانګه بلل کېږي. له دې سره په څنګ کې ظاهري ښکلا بیا هغه څه ده چې پر ځان باور زیاتوي. لکه څه ډول چې د سر په خبرو کې وویل شول ښکلا خدایي ورکړه چې خدای پاک پر خپلو بنده ګانو لورولې ده. په اصل کې ټول انسانان خدای پاک ښایسته پیدا کړي دي. دا موږ یو چې یو راته ښکلی او بل بدرنګ ښکاري. هغه چې موږ ورته ښکلا وایو بېل څه دي. چاپېریال، خواړه، اسوده توب، بې وزلي او په ټوله کې ورځنی ژوند د انسان پر ظاهري ښکلا او پوست له ورایه څرګندېدای شي او اغېز پرې کوي. په کتاب کې په لنډ ډول هغه څه ته اشاره شوې ده، چې د انسان د طبیعي ښکلا تر څنګ روغتیا هم تضمینولی شي



t