الوچې څه دي، ولې یې د دودولو هڅه کوو؟

الوچې څه دي، ولې یې د دودولو هڅه کوو؟

بزګر اوونيزه
الوچې د پسرلي موسم د مېوو له ډلې څخه ده، چې مناسبه بیه، ښه خوند او لوړ غذایي ارزښت لري. دغه مېوه ډېر زیات وېټامینونه لري او د یوشمېر ناروغیو د مخنیوي او درملنې په برخه کې رغنده رول هم لري. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې مېوې د تکثیر او ترویج په موخه هلې ځلې کوي. په همدې موخه د کرنې وزارت له خوا پر پنځه زره او ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د الوچې بڼونه جوړ شوي دي.

د الوچې ځانګړتیاوې
۱-د وېټامین ښه منبع او د شب کوري ناروغي درملنې او د بدن د ودې لپاره غوره مېوه ده.
۲-د الوچې په ترکیب کې د اوسپنې، کلسیم، فاسفورس، مګنیزیم، پټاسیم، سوډیم او منګنز عناصر شتون لري.
۳-دغه مېوه د وینې غوړ، سلولونو زوړوالي او د سرطان ناروغیو په مخنیوي کې ډېر زیات اغېز لري.
۴-الوچې قارچي او باکټریایي ضد خاصیت لري.
۵- څېړنې ښیي، چې دغه مېوه کولای شي د تومورونو په درملنه کې رغنده رول ولوبوي.
۶- کوم کسان چې د نقرس ناروغي لري، دوی ته د الوچې خوړولو توصیه کیږي.
۷- کوم ناروغان چې د عصابو کمزوري او د وینې کمښت لري کولای شي، چې د الوچې له اش څخه ګټه پورته کړي.
۸- الوچې د بډوډو چارې تنظیموی.
۹-د معدې چنجیو د له منځه وړلو په پار د لو چې ۲۵ تر ۳۰ ګرامه پاڼې په ۵۰۰ سي سي اوبه کې تر یېشلو وروسته وڅښل شي.
۱۰- د الوچې د هستې مغز هم همدا خاصیت لري خو زهري دي.
۱۱- که الوچې له مینځلو پرته وخړول شي د ناروغیو او غذایي مسمومیت شونتیا په کې ډېریږي.
۱۲- د الوچې هستې، خطرناک زهري ترکیبونه لري، چې باید ونه خوړل شي.
۱۳- کوم کسان چې دمعدې ستونزه لري ددې لپاره چې په الوچې کې د اسید کچه زیاته ده خوړل یې د دوی د معدې د درد، سوی یا حتا د معدې د ریفلاکس لامل هم کیږي.
۱۴- د الوچې ډېر خوړل د معدې د نفخ لامل هم کیږي.

په دې برخه کې دکرنې وزارت فعالیتونه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې مېوې د ترویج او تکثیر په برخه کې له ۲۰۱۳ ام کال را په دې خوا له لاسته راوړنو ډک فعالیتونه تر سره کړي دي. په دې موده کې دکرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د الوچې پنځه زره او ۴۳۵ بڼونه جوړ شوي دي. دغه بڼونه څلور زره او ۲۶۲ بزګرانو لپاره جوړې شوي دي، چې یوشمېر بڼونه یې اوس په ثمر رسېدلي دي.
د الوچې بڼوال وایي، چې ددې ارزښت لرونکي مېوې د ودې او پراختیا به پار ښه فرصت شتون لري. ددغو بزګرانو په خبره دغه مېوه نوی دود شوی او ښه بیه هم لري.
د ننګرهار د خېوې ولسوالۍ یوتن بڼوال شمس الرحمان چې، په خپله کرنیزه ځمکه کې یې د الوچې ۵۰۰ نیالګي اېښي دي، وایي چې دغه نیالګي یې په دوه جریبه ځمکه کې اېښي دي.
هغه وویل: «سږ یې لومړی کال ده، چې حاصل ورکوی، څه باندې ۳۰۰ زره افغاني مو ترې خرڅ کړ، مخکې مو په خپلو ځمکو کې پیاز او نور سابه کرل، چې عواید یې دومره ښه نه و. له ۵۰ زره افغانیو څخه مو پلور نه زیاتېده، بڼوالي ښه عواید لري. دغه بڼ دکرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا راته جوړه شوې ده، ددې بڼ په جوړولو کې مونږ هم ونډه درلوده، دکرنې وزارت له خوا د ښاخ بری او درمل شیندنې په برخه کې وروزل شو. د بڼوالۍ دغه بڼه د پخوا په څېر نه ده ډېر زیات توپیر لري، هم د حاصل د ټولولو په برخه کې او هم د بڼ د خړوبولو په برخه کې یې چارې ښه شوي دي.»
په ورته وخت کې د هېواد په ختېځ زون کې د بڼوالۍ د چارو کارپوه بشیر الله نصرت وایي، چې د کرنې وزارت له خوا بڼونه د خلکو په ۵۰ سلنه ونډې سره جوړیږي. د هغه په خبره دغه بڼونه د متراکم او نیمه متراکم په بڼه جوړ شوي دي، ترڅو د بڼوالو عواید زیات شي.
هغه وویل: «مونږ په ختېځ زون کې له ۲۰۱۳ ام کال راپه دې خوا فعالیت کوو، له نېکه مرغه زمونږ یوشمېر بڼونه په حاصل راغلي دي، د ختېځ زون په ولایتونو کې مو په دې موده کې د الوچې څه باندې ۵۴۸ جریبه بڼونه جوړ کړي دي. زمونږ ددې کار موخه د بڼوالو په ژوند کې بدلون راوستل، د دوي خودکفایي او د ملي اقتصاد پیاوړتیا ده. ددې ترڅنګ مونږ دغه بڼوالو ته د ښاخ بری، د ناروغیو د مخنیوي او درملنې، د بڼونو خړوبول، سره ورکول او دواشیندنې په برخه کې روزنه هم ورکوو.»
دهغه په خبره د کرنې وزارت فعالیتونه د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوي دي، ځکه د سبو او غلو په پرتله د مېوو عواید ډېر دي.




t