عمران خان: هیڅ سیاستوال ته قضایي خوندیتوب نه ورکوم

عمران خان: هیڅ سیاستوال ته قضایي خوندیتوب نه ورکوم

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له فساد سره پر مبارزې د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې هیڅ سیاستوال ته به قضایي خوندیتوب ورنه کړي.

 د ده په وینا د فساد خلاف مبارزه به په سراسري ډول روانه وي او ان لوړپوړو مفسدو سیاستوالو سره به په زندان کې د عامو بندیانو په څېر چلند وشي.

 عمران خان په وروستیو کې نوازشریف، آصف زرداري او یو شمېر نور مشهور سیاستوال د فساد په تور بندیان کړي، چې هم له مثبتو او هم منفي غبرګونونو سره مخ شوی.




t