چین: ۷۰ تنه پر پارلمان د برید په تور نیول شوي

چین: ۷۰ تنه پر پارلمان د برید په تور نیول شوي

د چین په هانګ کانګ ښار کې پولیسو ۷۰ تنه له یو شمېر وسلو او مهماتو سره په دې تور نیولي، چې پر پارلمان یې په ترسره شوي برید کې لاس درلود.

 دغه برید مخکې شوی و، خو پولیسو یې اوس د عاملانو د نیولو خبر ورکړی.

 د برید پرمهال د پارلمان یو شمېر برخې تخریب او یو شمېر پولیس ټپیان شوي وو.

په چین کې پر مدني اعتراضونو او ورته هڅو سخت بندیز دی او عاملانو سره یې توند چلند کیږي.




t