بې خاونده ملک!

بې خاونده ملک!

ف، فایض

ښایي ډېرو لوستونکو ته به زما د لیکنې دا عنوان څه عجیب غوندې ښکاره شي او راپورې و به خاندي چې اخر په دنیا کې داسې هېواد هم شته چې خاوند ونه لري؟ لومړی خو بې له شکه دا ټول کاینات خاوند لري. دا کاینات زموږ له تصور نه پورته یوه ستر ذات پیدا کړي دي هغه ذات چې حی او قیوم دی، د دې ګردو کایناتو اداره د هغه قدرت په لا زواله لاس کې ده؛ خو بیا په عالم اسباب کې یې هم هر ملک ته او هر څه ته مجازي خاوندان هم پیدا کړي دي؛ مثلاً ځمکه د یو چا ده، کور د یو چا دی موټر د یو چا دی او نور او نور. دلته زما هدف همدغه مجازي مالکیت دی، چې زموږ هېواد بې خاونده شوی دی. دا سهي ده چې یو څوک به د ولسمشر په نامه په ارګ کې ناست وي او بل به ځانته اجرائيه رییس وایي؛ خو دوی پر ځای ناست دي او د هېواد د ارزښتونو معاملې هغه څوک کوي چې سړی ورته له ملي خاینه ور اخوا نور څه نه شي ویلی. دومره څوک نشته چې ترېنه وپوښتي چې ته په کوم حیثیت له خپل دې … خولې نه دا ډول خبرې را وباسې، ته خو اوس د خپل کلي ملک هم نه یې دا ځکه چې داملک خاوند نه لري، که یې لرلای؛ نو بیا یې د دې خبرې پوښتنه کوله. هغه بله ورځ مې یو نوی چاپ شوی کتاب و پیره. دا کتاب په یو اړخیزه توګه زموږ پر یوه ملي مساله لیکل شوی  او د هغو کسانو نظریات یې را ټول کړي چې زموږ پر ملي مسایلو، پر قومي او ژبني تعصب ولاړ قضاوت کوي؛ خو په کتاب کې مې یوه مهمه خبره ولوسته او هغه دا چې د علومو اکاډمۍ د یوه پخواني غړي په حواله چې پر یوه رښتیا خبره د څه لیکلو په جرم له کاره ګوښه کړای شوی لیکلي و چې د داوود خان د جمهوریت پر مهال د بهرنیو چارو وزارت کوم مامور زموږ د یوې ملي مسالې په اړه یو سند غلا کړی او د یوه ګاونډي هېواد تر صدراعظمه یې رسولی و، چې بیا هغه سړی ونیول شو او اعدام کړای شو، دا ځکه چې هغه مهال دې ملک یو خاوند درلود؛ خو اوس راشه و ګوره د ملک د اقتدار پر ګدۍ د ناستو جنابانو خبرې من من؛ خو د خپل ملک د یوه کاڼي پوښتنه هم نه شي کولای. له خاینه د خیانت پوښتنه نه شي کولای، له غاصبه د غصب پوښتنه نه شي کولای، له اختلاسګره د اختلاس پوښتنه نه شي کولای او د خپل ملک پر خلاف د لمر په څېر له ښکاره جاسوسه د جاسوسۍ پوښتنه نه شي کولای؛ نو ایا ریښتیا ووایئ چې دا ملک خاوند لري؟

زه پوره باور لرم که دې ملک خاوند لرلای، هېچا به هم دا جرأت نه شوای کولای چې د هېواد د دیني ارزښتونو او ملي ګټو پر خلاف یوه خبره وکړي. دلته خو ګورﺉ چې یوه د غربي فرهنګ په خم کې رنګ شوې مېرمن را پاڅېږي زموږ پر «چادري» او «دستار» یا پټکي ملنډې وهي. دا بل څه نه دي؛ بلکې له یوه غربي هېواده اخستل شوې پروژه ده، او په دغسې حرکتونو زموږ د دیني غیرت او حمیت امتحان اخلي، چې ایا اوس هم هغه خلک لا ژوندي دي چې پر خپلو دیني ارزښتونو او ملي ګټو یې خپل سرونه قربانول؟ موږ د علماو سرتاسري شورا لرو چې ورته کامل درناوی لرو؛ خو متأسفانه یوه ورځ یې هم دې او دې ته ورته مسایلو په اړه د اعتراض غږ اوچت نه کړ، دا ځکه چې هسې نه بیا پرې حکومتي معاش قطع شي حال دا چې زموږ د یوه مرحوم فرهنګي شخصیت په تعبیر معاش خو هغه دی چې سړی پرې عیش وکړي، زموږ خو تنخوا ده چې ځینې ورته په طنز «تنها» وایي یعنې دا تنخوا فقط د یوه سړي له پاره کفایت کوي نه د یوې کورنۍ له پاره؛ نو زموږ علماو ته هم معاش نه؛ بلکې تنخوا ورکول کېږي او پر همدې یوه تنخواه یې د هغوی د اعتراض غږ چوپ کړی چې زموږ د دیني ارزښتونو سپکاوی کېږي خو یو چا یوه ورځ د یوه مدني حرکت په حیث یوه مظاهره هم و نه کړه. دا چې خصوصاً زموږ په تلویزیونونو او اف ام (F.M) راډیو ګانو کې څه خپرېږي هغه خو ټوله دنیا ګوري او اوري، خو یوه ورځ هم چا یوه مظاهره و نه کړه. البته زه یواځې علما هم نه ښایم؛ ځکه چې اسلام یواځې د ملا په اجاره نه دی رسیدلی؛ بلکې هر مسلمان دا مسؤولیت لري؛ خو د ټولنې د رهبرۍ له پاره یو څوک په کار وي او بې له شکه دا کار یا علما کولای شي یا هغه کسان چې په دې ملک کې د سیاسي قیادتونو مدعیان دي. دوی د انتخاباتو د کمیسیون په یوه ناسم حرکت د اعتراض غږ پورته کولای شي؛ خو کله چې د دیني ارزښتونو او ملي ګټو خبره شي، بیا ټول ګونګې روژې ونیسي او هر یو له ځانه سره دا خبره زمزمه کوي چې «شېخ فریده؛ پټه خوله دې بهتره ده.» خو که همداسې چوپې خولې وي، هر څوک به زموږ په دیني ارزښتونو ملنډې وهي او هر څوک به زموږ پر ملي ارزښتونو د سوداګرۍ جرأت کوي؛ ځکه هر څه چې بې خاونده شي، بیا هر څوک ورسره د لوبو جرأت کوي. یو څوک خو دې نر شي د یوه ګاونډي یا د سیمې د هېوادو د کوم یوه د ګټو او ارزښتونو پر خلاف خو دې یوه کږه خبره وکړي چې ورسره څه کوي، او دا یې حق هم دی؛ خو خبره دا ده چې هغه هېوادونه خاوندان لري او زموږ هېواد خاوند نه لري، زموږ د ارزښتونو او ملي مسایلو په اړه څوک پټې معاملې کوي او څوک نامسؤولانه څرګندونې.

تر هغې پورې چې دا ملک خاوند پیدان نه کړي همدا حالت به په کې روان وي، ولسمشر صیب خو هم یوه غوږ ته بړستن او بل ته لمڅی ایښی دی او پر سترګو یې من مالوچ ایښي دي، نه څه ګوري او نه څه اوري فقط یوه خبره ښه اورېدلای شي چې ارګ ته د رسېدو لاره کومه ده او دا یواځې هغه هم نه دی، هغه ده ګورو چې چېرته له موره لېونی دی ځان یې نوماند کړی، په دې تمه چې که په دې ښوروا کې د کومې مړۍ د لمدولو چانس ومومم، نور څوک دې ته نه ګوري چې زه په کوم اهلیت یو دغسې جسارت کوم چې ځان د افغانستان غوندې یوه تاریخي هېواد ولسمشرۍ ته کاندیدوم.

دغسې حالت د افغانستان تاریخ، خصوصاً معاصر تاریخ ته په کتو نوی نه دی؛ بلکې ډېر ځله تکرار شوی دی؛ خو پخوا به چې کله په هېواد کې د سیاسي قیادت تشه را منځته شوه، ملي مشرانو به دا تشه ډکوله؛ د بېلګې په توګه پر افغانستان د انګرېزانو د لومړي او دوهم  تجاوز پر مهال. په لومړي ځل، دوست محمد خان بخارا ته وتښتید، انګریزانو ګوډاګی شاه شجاع راوست او د کابل پر تخت یې کښېناوه؛ خو شاه شجاع افغان ولس د خپل قاید په حیث په رسیمت و نه پېژاند او را منځته شوې تشه د ملي مبارزینو مشرانو ډکه کړه لکه چې بالاخره شاه شجاع هم د همدې ملي مبارزینو د یوه مشر په قومانده په سیاه سنګ کې ووژل شو او دوهم ځل شیرعلي خان مزار شریف ته ولاړ چې له روسانو نه د انګرېزانو پر وړاندې مرسته وغواړي، خو هغه کار و نه شو او شیر علي خان په مزار شریف کړې مړ شو او هملته ښخ کړای شو او یعقوب خان هم چې د خلکو له خوا له مجبورې ورځې د پاچا په حیث ومنل شو، ځان انګریزانو ته تسلیم کړ او هغوی پرې د ګندمک پر تړون تر لاسلیک وروسته د هند دیره دون ته واستاوه خو ملت د انګریز مقابله وکړه؛ خو اوس قیادت خو نشته نشته، چې ملي مشران هم د غفلت په خوب ویده دي؛ نو ځکه مو هېواد بې خاونده ملک پاتې دی.



t