رای ورکونه؛ د دښمن پر مخ څپېړه! ارشاد رغاند

رای ورکونه؛ د دښمن پر مخ څپېړه! ارشاد رغاند

زموږ له لویو بدبختیو څخه یوه دا هم ده، چې د دښمنانو مو شمار نه کیږی .

کېدای شی موږ یوازینی خلک اوسوو، چې په نړۍ کې تر هر چا زیات دښمنان او کم خواخوږی ولرو. دا دښمنۍ مو له خپلې کورنۍ، کلی، ولسوالۍ او ولایته پیل تر ملی او نړۍوالې کچې رسیږی.

په ډېرو دښمنیو کې موږ ملامت یوو، په خاص ډول په خپل‌منځیو هغو کې؛ ځکه اوسنی ژوند او زمانه پر دښمنۍ مخته نه‌شی وړل کېدای. ځینې دښمنۍ بیا داسې دی، چې ترې ناچاره یو، باید ویې کړو، څو د دښمن په ځپلو سره بې دښمنه ژوند ته وزګار او برابرشو. ځینې دښمنۍ داسې دی، چې په کولو یې مسوول یوو، دې دښمنیو کې ترټولو مهمه هغه یې ملی دښمنۍ دی.

په ملی دښمنیو کې مسوول یو، چې برخه واخلو، ملی دښمنان وپېژنو،اهداف او د دښمنۍ لازمې او موثرې لارې یې معلومې کړو او دښمنۍ ته یې چمتو شوو. په ملی دښمنیو کې یوه لویه دښمنی له هغو وسله‌والو او شرغوښتونکو کړیو سره را په غاړه ده، چې غواړی افغانستان د خپلو شومو خوبونو د ریښتیا کولو او بې ثباتۍ لپاره تردوه زره یو میلادی کال وړاندې کلونو ته بیا ور ولی.

د دغو ملی دښمنانو هڅه او کار دا دی، چې له اوسنۍ نسبی دیموکراتیکې فضا څخه په هره بڼه، چې وی ولس زړه توری، خوابدی او په مخالفت یې ودروی. دوی په دې کارکې زیات هدفونه لری،ترټولو لوی یې پر افغانانو د پخوا په شان د استبدادی واکمنۍ تحمیلول دی.

هغه واکمنۍ، چې دې وطن او خلکو ډېر کلونه تجربه کړې، پکې په فکری، فزیکی، اقتصادی او نورو لحاظونو سخت ځپل شوی.دی  په دغو واکمنیو کې ولس د خپل واکمن د انتخاب حق نه‌درلود،له یوه قوم،ژبې او سمت سره د اړیکې په تور وژل کېده، توهینېده او بې‌کوره کېده،د لمانځه فریضه پرې په یوه وخت څو ځله په زوره کېده،

د ږیرې جوړولو او خریلو واک او اختیار یې له بل سره و او په ټوله کې خلک لکه هغه بندیان، چې ټول بشری حقونه یې پایمالیدای شول، اوسیدل. له دغو تجربو سره ولس لېواله نه‌دی، چې بیا استبداد او تورو دورو ته ښه راغلاست ووایی،یا یې د تحمیلولو د پردیو ارادو پروړاندې تسلیمی ومنی. د دیموکراسۍ د پیاوړتیا پر لور افغانانو په څه باندې تېره یوه لسیزه او څو دوره مختلفو ټاکنو کې ثابته کړه، چې د دیموکراسۍ د پیاوړتیا پرلور په قوی روحیې سره ګامونه اخلی.

په تېرو څو دوره ټاکنو کې هم د استبداد او تورو دورو د واکمنولو هوسیانو هڅه وکړه، چې ولس ووېروی، د رایې ورکولو له مسولیته یې راوګرځوی؛ خو بریالی نه‌شول،په لویه کچه په ټاکنو کې د ولس ګډون د دوی د ناکامۍ ښه ثبوت و. داځل بیا د ولس اراده پیاوړې ده او د خوښۍ وړ ده، چې له وېرې پرته خلک په لویو کتارونو کې د امنیتی اندېښنو سربېره د رایې ورکولې لپاره د نوم‌لیکنې کارتونه اخلی.

په دې اړه مې په یوه تلویزون کې د یوې هېوادوالې خبره خورا خوښه شوه، چې ویې ویل:په ټاکنو کې برخه اخلم،په‌خپله خوښه واکمن او استازی ټاکم او په دې ډول د وطن د دښمنانو پرمخ یوه قوی څپېړه وهم. په ریښتیا، چې په ټاکنو کې د هریوه ګډون د دښمن پرمخ یوه درنه څپېړه او د دیموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره مبارزه ده.

دا مبارزه او څېپړې لکه مخکې یې، چې رنګ راوړی،بیا هم د افغانستان د پیاوړتیا لپاره ښې لاسته راوړنې لری. موږ مسول یوو، چې دا خبرې او ذهنیت له ولس سره لا نور هم شریک کړو، څو څپېړې مو لا درد ورکوونکې او د ډېرو لاسته راوړنو لرونکې وی.




t