تر ټولو ستر ناورین!

تر ټولو ستر ناورین!

ف، فایض

باور لرم چې د دې عنوان په لوستو سره به د هر چا ذهن د جنګ خوا ته ځي چې هره ورځ زموږ د سلګونو هېوادوالو ژوند اخلي. تېره دوشنبه (۱۰/۴/۹۸) هم کابل ښار د موټر بم یوې زورورې چاونې ولړزاوه چې تر سلو زیاتو هېوادوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله، په ټپیانو کې هغه معصوم کوچنیان هم وو چې ښوونځي ته روان وو او دغسې عادي لارویان او هغه بېوزله هېوادوال هم چې د سرک پر غاړه یې څه پلورل؛ خو زما په اند نور له هېچا نه د ګیلې شکایت او څه تمې ځای نه دی پاتې، موږ ته یوه لاره پاتې ده چې لکه د حضرت یونس علیه السلام قوم ټول واړه او زاړه، خپل د نیاز سرونه د بې نیازه رب ستر دربار ته په سجده کېږدو او د خپلو کړیو ګناهونو بخښنه ترېنه وغواړو، ګوندې توبه مو قبوله شي او له دې ناورینه خلاص شو. اوس له خپله تر پردي، له مسلمانه تر کافره ټول د افغان مظلوم او بېوسه ولس وینو ته تږي دي او په دې کې بیا ډېری لګیا دي په دې هېواد کې څوک په یوه پلمه او څوک په بله پلمه، څوک په یوه نامه او څوک په بل نامه د اقتدار کرسۍ ته د ځان رسولو هڅې هم کوي. په دې کار کې هېڅ خړی له هېڅ برګي نه کم نه دی، په ارګ کې د ناستو جنابانو نه نیولې د قطر تر مېلمنو پورې او بیا هغه کسان هم چې د ارګ په خوا وشا کې غمبر وهي. ما خو اوریدلي چې هر انسان زړه لري؛ خو زه فکر کوم جې د دغو کسانو په سینو کې به زړه نه وي؛ که وای نو پر دې مظلوم ولس به سوځیدلی وای او هره ورځ به یې چا په یوه بڼه چا په بله بڼه د وینو تویولو هڅه نه کوله، څوک د امریکا او ناټو د قاتل لښکر په مرسته هره ورځ زموږ وینې تویوي او څوک د سیمې د قاتلانو په مرسته؛ خو نتیجه یوه ده او هغه دا چې که چا سرې جامې واغوستې که چا شنې او که چا سپینې، ټول د دې مظلوم ملت وینو ته تږي دي. خو زه دلته پر یوه بله موضوع بحث کول غواړم او هغه په افغانستان کې د روان جنګ پر عواملو بحث دی. کله چې یو ناروغ ډاکتر ته ولاړ شي؛ نو ډاکتر د ټولو وسایلو په کارولو سره د ناروغ د ناروغۍ د تشخیص هڅه کوي او بیا تر تشخیص وروسته ورته درمل تجویزوي. زه فکر کوم چې جنګ خو ټول ګورو چې روان دی او هره ورځ زموږ د یو شمېر هېوادوالو ژوند اخلي، زموږ ملي تاسیسات له منځه وړي؛ خو اصلاً د جنګ پر عواملو خبره کول په کار دی. د دې جنګ عامل یوازې یو نه دی، تر ټولو ستر عامل خو یې د امریکا نړیواله نسواندي (حرص) ده او غواړي پر ټوله نړۍ حکومت وکړي او د ګردې نړۍ شتمني وتروړي؛ خو یواځې امریکا هم نه ده او یواځې د امریکانسواندي هم نه ده، اوس دې جنګ ډېر ابعاد پیدا کړي دي او هر څوک له دې درمنده خپله لمن ډکول غواړي؛ خو په دې کې هم زه پر یوه داسې عامل غږېږم چې ما ته د روان بحران علت العمل ښکاري او هغه ده «بې باوري» زما د بحث مشخص ټکی د افغانانو تر منځ «خپلمنځي بې باوري» ده.

دا ناروغي ګوره نوې هم نه ده. د شوروي پر وړاندې زموږ د مقدس جهاد پر مهال، ان چې زموږ د مجاهدینو په منځ کې هم داسې بې باوري رامنځته شوه. یوه ورځ چا له یوه جهادي مشر نه چې دیني عالم او د قرآن حافظ هم و د دې اختلاف په اړه وپوښتل خو د هغه اسانه ځواب دا و چې: ولې د صحابه و تر منځ اختلاف نه و؟ هغه خبره روښانه، نه کړه؛ خو د دوی اختلاف هېڅکله د صحابه و له اختلاف سره نه شوای مقایسه کېدلای، ځکه له هغوی سر خپلې شخصي ګټې نه وې مطرح؛ بلکې د هغوی هره خبره تر عظیم الشان قرآن او مبارکو نبوي احادیثو وروسته پر اجتهاد ولاړه وه. په هر حال دې اختلافاتو دې اوسني حالت ته لار پرانسته، کله چې زموږ جهاد بریالی شو، بیا هم اختلافات حل نه شول او ان چې د ۱۳۷۱ کال د ثور د څلورمې نېټې لوزنامې هم دوی سره یو نه کړل، چې د دې اختلاف رېښې را سپړل هم لوی بحث غواړي چې لږ تر لږه کتاب خبرې دي؛ ځکه په دې اختلاف کې خو هم هر یوه ځان په حقه او بل ناحقه بولي. بیا چې طالب سر را پورته کړ؛ نو دا اختلاف د طالب او مجاهد په اختلاف بدل شو، طالب دا هڅه و نه کړه چې مجاهد په خپل اعتماد کې واخلي او په ګډه حکومت جوړ کړي. که داسې شوي وای، تمه ده چې دا وروستي خونړي جریانات به نه را منځته کېدل؛ نه به یوه پخواني کمونست جنرال د جهادي مشرانو د وژلو پلان جوړاوه او نه به یې خپل یو جنرال په سالنګ کې دې کار ته ګوماره چې خوشبختانه جهادي مشران پنجشېر او بیا په هلیکوپترو کې تخار ته ولاړل او د یاد کمونست جنرال غشی خطاوت. همدا رنګه به بیا وروسته د لیلي دښتې فاجعه نه را منځته کېده؛ خو اوس هېڅوک هم د هغو خونړیو پېښو مسؤولیت پر غاړه نه اخلي. بیا چې طالب د واکمنۍ پر مهال کوم جنګونه وشول اصلي عامل یې خپلمنځي بې باوري وه او بیا چې له ۲۰۰۱ نه وروسته کوم جنګونه را روان دي هم عامل یې خپلمنځني بې باوري ده.

که چېرې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې نتیجې ته هم ورسېږي، لکه «سیګار» چې ادعا کړې، دا جنګ پای ته نه رسېږي؛ ځکه یو خو د جنګ اړخونه همدا دوه نه دي او بل دا چې باور بیا هم یو ورک غمی دی، تر هغې چې دا کار و نه شي او دا ورکه متاع پیدا نشي، دا جنګ پای ته نه رسېږي او امریکا خو هسې هم نه غواړي چې دا جنګ پای ته ورسېږي، فقط موخه یې همدا ده چې د دې جنګ ملامتي پرطالب ور واچوي او ځان سپین باز کړي.

په دې کې شک نشته چې جنګ باید نور پای ومومي او د وینو بهولو لړۍ باید نوره پای ته ورسول شي؛ ځکه هغه د شېخ سعدي (رح) په تعبیر دا لاره ترکستان ته تللې، نه کعبې ته د اسلامي خلافت، اسلامي امارت او اسلامي جمهوریت مدعیان ټول باید سرونه پر دې خبره ښه خلاص کړي چې جنګ دوی یو هم خپل هدف ته نه شي رسولای. د اسلام د ستر پیغمبر (ص) د یوه مشهور مبارک حدیث مفهوم همدا دی چې هر څه په نیت پورې موقوف دي؛ نو د جنګ لږ تر لږه کورني اړخونه باید پر دې خبره غور وکړي که حکومت وايي زه له طالب سره نه کېنم او طالب وایي له حکومت سره نه کېنم یا دغسې مخالفې وسله والې ډلې؛ نو خبره نوره هم د شړېدو خوا ته ځي. زه دا په پوره باور سره ویلای شم چې که د شوروي د تجاوز پر مهال، زموږ مجاهدین په تنظیمونو نه وای وېشل شوي، او یوه متحده اسلامي ملي جبهه یې جوړه کړې وای چې که پر یوه مشر نه قانع کېدل، د یوې شورا په وسیله به یې د قیادت تشه ډکه کړې وای؛ نو هغه څه ښایي نه وای پېښ شوي لکه وروسته چې پېښ شول، دا اوس هم که جلا جلا ډلې ټپلې وي او ان چې یو د بل په تکفیر هم ډیل نه دي؛ ځکه د فتوا ګانو په دې ګرم بازار کې خو دا څه ناشونې خبره نه ده؛ نو زه باور نه کوم چې جنګ پای ته ورسېږي. د افغانستان روان جنګ ته د نیابتي جنګ نوم ورکړل شوی چې دا ډېر پر ځای نوم هم دی؛ ځکه چې د افغانستان په قضیه کې دخیلو هېوادو هر چا پر یوه جنګي ډله پانګونه کړې، خپله د خیر پر غونډۍ ناست دي او دا ساده ډلې ټپلې چې د خپلو ملي ګټو یو تعریف هم ورسره نشته او نه خپل باورونه پېژني لګیا دي د هغوی جګړه کوي، خو زه تر اوسه نه پوهېږم چې د دوی هر یوه په ذهن کې به د دې روان جنګ د مشروعیت څه تصویر موجود وي.

نو پر دې اساس زما په اند د افغان ولس تر منځ تر ټولو ستر ناورین روانه بې باوري ده او چې دا ختمه نه شي، موږ د سولې سرمنزل ته نه شو رسیدلای او نه یواځې یوه ډله افغانستان اداره کولای شي. باید نور هېڅوک هم د قدرت د انحصار خوبونه و نه ګوري او دې خطر ته متوجه شي چې افغانستان خدای مه کړه نور د سقوط پر درشل ولاړی دی؛ نو راځئ ټول افغانان سره لاسونه یو کړو او خپل هېواد له سقوطه وژغورو، د دروېش دراني خبره:

که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لالونه شي، دا بوټي به لونګ شي




t