زرو بېوزله ښځو ته د کورنیو چرګانو فارمونه جوړیږي

زرو بېوزله ښځو ته د کورنیو چرګانو فارمونه جوړیږي

غزني کې روان کال ﺯر (۱۰۰۰) تنه بيوﺯله ښځو ته د اقتصادي پر ځان بسيايني په موخه د ټولنيزو خدمتونو د خيريه او پراختيايې مٶسسي  لخوا د چرګو د ساتني په برخه کې روﺯنه او ورته وړوکي کورني فارمونه جوړيږي، څو يې له هګيو څخه په استفادي عوايد تر لاسه او راتلونکي کې دغو فارمونو ته په ښه توګه پراختيا ورکړي.
د یاد شوي ولایت رسنیز دفتر وایي دا فارمونه د غزني په مرکز، قره باغ، مقر او ناور ولسوالۍ کې هغو ښځو ته ورکول کيږي چې کونډي او يايې کورنۍ له اقتصادي اړخه کمزوري وي، څو وکولاى شي له دي لاري د چرګو د ساتني عصري لاري چاري ﺯده او له لاري يې په دوامداره توګه عوايد ترلاسه کړي.
د دغه پروګرام له لاري لومړى ښځو ته د چرګو د ساتني او ورڅخه د غوره محصولاتو د ترلاسه کولو د لارو چارو په تړاو د اړونده مجربو متخصصينو لخوا روﺯنه ورکول کيږي، وروسته هري يوي ته د چرګو د ساتني ځايونه ايجاد او هري يوي ته ديرش ديرش چرګي توﺯيع کيږي.
يادي مٶسسي په دي وروستيو کې د غزني ولايت د کرني، مالدارۍ او اوبو لګولو له رياست سره په همغږۍ عملا خپلي چاري پيل کړي دي.



t