د افغانستان ـ تاجیکستان د اقتصادي کمیسون ناسته په ځینو هوکړو پای ته ورسیده

د افغانستان ـ تاجیکستان د اقتصادي کمیسون ناسته په ځینو هوکړو پای ته ورسیده

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزې، ټولنیز او تخنیکي بین الحکومتي  ګډ کمېسیون اوومه ناسته د دو ورځو لپاره د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشر د سلاکار همایون قیومي، او د تاجیکستان د نقلیاتو (ټرانسپورټ) وزیر خدایارزاده خدایار ذوقي بیک، په مشرۍ  د دواړو هیوادنو د دولتي لوړ پوړو پلاوي په شتون کې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړ شو.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې یادې ناستې څلور کمېټې درلودې.

۱. اقتصادي او سوداګرۍ، صنعت، نقلیات او ترانسپورټ، ګمرک او استندرد جوړونه

 ۲. انرژۍ، د اوبو ذخیرې، نفت او ګاز

 ۳. کرنه، چاپیریال ساتنه، د اضطراري حالاتو مخنیوی او بیمه

 ۴. کلتور، لوبې او سیاحت، عامې روغتیا، پوهنې او لوړې زده کړې

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو په لا پیاوړتیا، د ګډې کلنۍ سوداګریز نندارتون په لاره اچولو، د راغون – پلخمري ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د لیږد په تاسیس، د کندوز ولایت لپاره  د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا مزي له لارې د برېښنا انرژۍ تورید قرارداد په نوي کولو، د جم دښتې برېښنا بند په تړاو په ګډو څېړنو چې د ۴۰۰۰ میګاواټه برېښنا وړتیا لري، د سناباد او سیب زار د برېښنا بند پروژې د پلي کیدو په اړه په دوه اړخیزو همکاریو، د اوبو ذخیرو او د امو سیند د سواحلو د تحکیم په برخو کې په همکاریو، د نفت او ګازو د زده کړې او اکتشاف همداشان په بین المرزي سیمو کې د نفت او ګازو د ذخیرو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د صادراتي او وارداتي توکو د سټنډرډ جوړونې په برخه کې په همکاریو، د بیړنیو حالاتو په رفع کولو، د افغانستان، تاجیکستان او ترکمنستان د اوسپنې کرښې جوړېدو په بررسۍ، د تاجیکستان سمنټو په پیرنې، ګمرکي اطلاعاتو په تبادله، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په پیاوړتیا، د باغدارۍ په ودې او د تخمونو په روزنې، د مالدارۍ او وترنرۍ په برخه کې په تخنیکي همکاریو، د کلتوري، باستاني او هنري اثارو د همکاریو په پیاوړتیا، د ورزشي او سیاحت اړیکو په پراخېدو، د صنعت، بېمې، عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو  په پراخېدو، د نوښوتونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ګډو علمي تحقیقاتو په تر سره کیدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وشوې او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.

په پای کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزې، ټولنیزې او تخنیکي بین الحکومتي  ګډ کمېسیون اوومې ناستې پروتوکول چې د یادو مواردو په برخه کې وو، د مالیې وزارت سرپرست او تاجیکستان د ټرانسپورټ وزیر تر منځ لاسلیک شو.

همداشان د دواړو لوریو په هوکړه د دواړو هیوادونو تر منځ د ۱۳۹۹ کال د کمېسیون اتمه ناسته به په کابل کې ترسره شي.



t