ننګرهار :د ګلابو له کاروباره د کال لسګونه میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کیږي

ننګرهار :د ګلابو له کاروباره د کال لسګونه میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کیږي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې سږکال د ګلابو کر او حاصلات ډېر شوي دي. دغلته په دوه نيم زره جريبه ځمکه د ګلابو بڼونه دي.
د ګلابو په دې کروندو کې، شاوخوا پنځه زره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. له دې ګلابو په کور دننه له سوچه عطرو سربېره دګلابو خوله او ګن شمېر نور محصولات جوړېږي چې بیا نړیوالو بازارونو ته هم صادرېږي.
د ګلابو بڼ لرونکي هم د ګلابو له کرکېلي او عوایدو خوښ دي دوی وايي، د کوکنارو په پرتله د ګلابو کښت ورته هم اسان دی او هم ورته ښه عايد په لاس ورځي.د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ یو تن بزګر عطاالله، چې پر خپله ځمکه د ګلابو کرونده کړې وايي، د ګلابو کښت ډېر اسان او ګټه يې تر نورو فصلونو ډيره ښه ده.هغه وویل: «دا بوټ په غرنيو سيمو کې ډېر ښه حاصل ورکوي. موږ غوښتنه کوو چې نورو سيمو کې هم د کوکنارو پرځای د ګلابو کښت ته زمينه برابره شي.»

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ګلابو حاصل زيات شوی چې هر کال يې سوداګر لسګونه ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي.

دوی وايي، د دغه ولايت په یوشمېر ولسوالیو کې د ګلابو بوټي کرل شوي، چې سلګونه کروندګرو ته يې د ګټې زمينه برابره کړې ده.
په ورته وخت کې د ګلابو کروندګر وايي، چې د ګلابو له خرڅلاو ورغلې پيسې د نورو فصلونو او کښتونو په پرتله ډېرې او په اسانۍ ترلاسه کېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس ذبيح الله حسن زی بزګر اوونیزې ته وويل، په دغه ولايت کې يې د کوکنارو د بديل په موخه په سلګونه جريبه ځمکه کې ګلاب کرلي، چې کروندګرو ته د ګټې وټې ښه زمينه برابره شوې ده.
نوموړی وايي، هڅه کوي چې دا لړۍ د ننګرهار ټولو ولسوالیو ته وغځوي او د نورو ولسواليو خلکو ته هم د کوکنارو د کښت بديل شي. هغه زیاته کړه: «راتلونکی کال به نورو سړو سيمو کې هم بزګرانو ته د هغوی پر ځمکو د ګلابو د کښت زمينه برابره شي.»

ښاغلی حسن زی وویل، چې داسې بزګران هم شته چې په یوه فصل کې د ګلابو له یوه جریبه ځمکې څخه تر ۱۲۷ زره افغانیو پورې ګټه ترلاسه کوي.

د ننګرهار بزګران هم د ګلابو له حاصلاتو او عوایدو خوښ دي او هلې ځلې کوی، چې پر خپلو ځمکو د ګلابو کرکېله ډېر کړي.
حمیدالله په حصارک او سره رود ولسوالیو کې پر خپلو ځمکو ګلاب کرلي او هر کال ترې ښه حاصلات اخلي.
دی وايي، پخوا یې له کوکنارو ګټه وټه لرله، خو اوس د ګلابو له دې باغونو چې ورسره په‎کې لسګونه کسان په کار هم بوخت دي، د پسرلي په موسم کې ګلونه راټولوي او د ژوند کښتۍ پورې باسي.
حمیدالله په دې اړه وویل:«دلته موږ کار کوو ډېر خوشحاله یم؛ زموږ کښت حلال دی او حلاله روزي ترلاسه کوو. زموږ عاید هم ښه دی، موږ راضي یوو.»
د هېواد په لارو کوڅو او د خلکو په انګړونو کې د ګلاب قیمت نشته، خو دلته د ګلابو بیه پر تول ده، قسمت د هغوی دی چې د ګلاب د پاڼو ډک پنډ ولري او مازیګر ډک لاس کورونو ته ستانه شي.


د دغو ګلابو له حاصلاتو د اورځلا په نامه عطر جوړېږي چې په اروپا او امریکا کې ځانګړی بازار لري.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ذبیح الله حسن زی وایي، چې د ننګرهار له ګلابو جوړېدونکي عطر بهرنی مارکېټ هم پيدا کړئ او سوداګر يې هر کال لسګونه ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي.

په همدې حال کې د ګلابو د پروسس فابريکه لرونکي وايي، که ولسواليو کې امنيتي وضعيت ښه شي؛ نو هم به د ګلابو عواید زیات شي او هم به سلګونو نورو کروندګرو ته د کار زمينه برابره شي.

محمد اکبر مومند د ګلابو د يوې فابريکې مشر بزګر اوونیزې ته وويل، چې اوسمهال په درېيو ولسواليو دره نور، نازيان او اچين کې د ګلابو بوټي موجود دي، چې سلګونو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
هغه دغه راز وایي چې شاوخوا سل کسان ورسره په فابريکه کې د پروسس په برخه کې کار کوي او د ګلابو په هر موسم کې نورو شاوخوا ۶۰ کسانو ته هم کاري زمينه برابرېږي.

 

د ګلابو عطر

 

په ننګرهار کې د ګلابو د عطر دوه فابریکې کار کوي، چې له ځایي بزګرو څخه ګلاب اخلي؛ یوه په جلال اباد کې ده او بله په دره نور ولسوالۍ کې.

په جلال اباد کې د اورځلا د عطرو فابریکه ده، چې د ګلابو او نارنجو عطر جوړوي. ددې فابریکې مشرعبدالله ارسلا وویل: «خواوشا ۱۶۰۰ بزګران د ننګرهار ولایت په ۵ ولسوالیو کې ګلابونه کرلي دي،‌ او مونږ په هر فصل کې له هغوی نه ګلابونه اخلو.»

ارسلا وویل، چې فابریکه یې د تقطیر له لارې له ګلابو څخه مهم تېلونه راوباسي. هغه زیاته کړه: «مونږ خالص د ګلابو عطر په جرمني کې خرڅوو، او د ګلابو اوبه دلته خرڅوو.»
د اور ځلا د عطرو فابریکه په ۲۰۰۳ ام زېږدیز کال کې په کار پیل وکړ، چې اوس په نړیواله کچه پېرېدونکي لري.
د اورځلا عطر جوړونې فابریکې چارواکي وايي، چې هر کال له سلګونه ټنه ګلابو او نارنجو عطر جوړوي چې د اروپا په ګډون امریکا ته هم صادرېږي او هلته ځانګړی بازار لري.
هر کال د ګلابو او نارنجو سلګونه ټنه تازه پاڼې د اورځلا د عطر جوړونې فابریکې ته رارسېږي، او په ځانګړو ماشینونو کې ساعتونه بخار ورکول کېږي چې خالص عطر ترې واخیستل شي.
د اورځلا د فابریکې مشر عبدالله ارسلا زیاته کړه:«موږ دغه ګلان له بزګرو پېرو او له هغو عطر جوړوو او وروسته عطر له هېواده بهر صادروو. د نارنجو او نورو ګلانو هم عطر جوړوو. هغه عطرونه چې دلته جوړېږي، المان، فرانسې او کاناډا ته استول کېږي.»

دمګړۍ د اور ځلا د فابريکې د عطرونو محصول د فرانسې او کاناډا هېوادونو د سنګاري توکو د جوړولو شرکتونو ته استول کېږي او ښايي په نږدې راتلونکي کې د سويس له يوه شرکت سره هم يو تړون لاسليک کړي.

له هغه ځايه چې د ګلانو د شيرې څخه د سنګاري توکو په جوړولو کې ګټه اخيستل کېږي ، همداشان د ګلاب ګل څخه نه يوازې د مخ ددرملنې بلکې د آيسکريم ، جوس او نورو خوراکي توکو په جوړولو کې هم کار اخيستل کېږي.
د اورځلا د عطرو فابریکه اوسمهال په جلال اباد او کابل کې پلورنځي لري. ددې فابریکې چارواکي وایي پلان لري، چې په کندهار کې هم ددې فابریکې پلورنځي پرانیزي. دا شرکت د ګلابو او نارنجو د ګلانو د اوبو، شاتو، چایو، د زیتون تېلو، د طبیعي زبېښل شویو تېلو او ښه کیفیت طبیعي خوړو په برخه کې تخصص لري.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې په هېواد کې د صنعت د ودې په پار ډېرې هلې ځلې شوي دي، ددغو هلوځلو یوه ښه بېلګه د اورځلا د عطرو جوړولو فابریکه ده، چې د ننګرهار ولايت په مرکز د جلال آباد په ښار کې فعاليت کوي. دا فابريکه له اوو کلونو راهيسې له سلګونو کروندګرو څخه د ګلاب او د نارنج ګلونه تر پېرلو وروسته هغه چاڼوي او ورڅخه عطر، چای او غوړي توليدوي.



t