بنګله دېش: ۹ سیاستوال په اعدام محکوم شوي

بنګله دېش: ۹ سیاستوال په اعدام محکوم شوي

په بنګله دېش کې یوې محکمې د بي این پي یا ملتپال ګوند ۹ مشران په اعدام او ۲۵ غړي په عمري بند محکوم کړي.

 دوی تورن دي، چې د اوسنۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د موټرو پر کتار یې برید تنظیم کړی و.

 د محکمې قاضي رستم علي ویلي: په دغه قضیه کې له ۴۷ تورنو کسانو څخه ۳۷ تنه مجرم پېژندل شوي.

 د لومړۍ وزیرې د موټرو قطار د ۱۹۹۴ په سپتمبر کې تر برید لاندې راغلی و.

ملګرو ملتونو او د اعدام ضد نړیوالو ادارو پر دې پریکړې اعتراض کړی.



t