اې د تورو کاڼو غره!‏ اکبرکرګر

اې د تورو کاڼو غره!‏ اکبرکرګر

د تورو کاڼو دنګ غر و، په سر يې واورې ورېدلې؛ خو د لمر څړیکې به ترې هر سهار مچې اخيستې، ان هغه ‏وخت يې لا د مچې تاب او وس نه درلود؛ خو وروسته يې حال بدل شو. ځکه چې مچه د عشق او مينې پيغام و. ‏غر او د غره زړه لکه ډبره داسې و، ان له ډبرو جوړ و. ډول ډول ډبرې، شنې، سپيني، خړې لويي او کوچنۍ ډبرې. ‏په زړه کې يې د چا خبره د رحم او عاطفې اوبه نه ګرځېدې دا ځکه چې غر و، خو يوې پېښې ته ټينګ نه شو. ‏
په شاوخوا خلکو او کليو يې هېڅ زړه سوى نه کاوه. په ژويو او څارويو هم بې رحمه و. له سره به يې لويي پرخې ‏‏(ډبرې) پرې راتولولې او هغوی به يې ټول ريزمريز کول. غره به سيلابونو ته هم په شړک لورى ورکاوه او د وګړو ‏په کليو او کروند به يې وربرابرول؛ خو بده لا دا چې په کروندو به يې اوبه ورسمې کړې او کروندې به له ډبرو ‏ډکې شوې. ‏
غر ښه جګ و. پر سر يې لارې نه وې. ستر، کنډ و کپر او تامبيړ غر و. هغه چې وايي که غر لوى دى پر سر يې ‏لار شته، خو دې بې رحمه غره خو نه چا ته لار ورکوله او نه يې څوک پرېښوده؛ خو چې يوه موجود پکې ځاى ‏ونيو، بيا د غره هر څه بدل شول. د تورو کاڼو غر يې په موم واوښت. ‏
د غره ټولې پرخې د انسان د ازار لپاره وې. په لارويو يې هم کاڼي ورول، څوک ترې سم په لار نه شوای تللی. د ‏کليو او کوډلو دېوالونه به يې په خپل هيبت نړول او چپه کول به يې. سيلابونو به رسېدلي فصلونه تر خپل خټين ‏ټټر لاندې کول. ‏
خو هغه ورځ چې ګدا غره ته پناه يووړه او هلته يې ځاى ونيو، د غره اکر هم بدل شول. غره په ټوله مانا بدلون ‏وکړ. خلکو ويل چې ګدا يو ملنګ، د کراماتو او برخې خاوند او ولي دی. کله چې يې په غره کې ځاى ونيو، نو ‏نور يې کاڼي او پرخې راغورځول ودرول او د خلکو له ازاره يې لاس واخيست او بیا فصلونه هم له سېلابونو ‏لاندې نه شول. کاڼي يې د چا پر سر ونه ورول. بیا يې په خپلو ځيګو ډبرو څوک ژوبل نه کړل. د خپلو بوټو په ‏ځنګل يې څوک ونه ترهول. برېښېده چې غر لکه چې له هر څه لاس اخیستی دی. ‏
غر زړه پيدا کړ، ډبرين زړه يې د غوښې په ټوټه بدل او د ورېښمو په څېر پوست شو. د زړه په رګونو کې يې درد ‏لاره وکړه. ‏
هغه د ګدا د درد له بابته نرم شوى و، ګدا هلته اړولي و، مین ګدا. ګدا غره ته خپل احساس ورلېږدېدلی و. عاطفې ‏د غره په پرخو او ډبرو، په ځنګلونو او اورورينو څوکو کې يوه توده او دپجنه تودوخه وچلوله، لکه چې ساه ‏وچلېږي، غر غلی، چوپ او ارام او ټول غوږ غوږ شو. د خپل زړه په رګونو، په خپلو حواسو، په خپل احساس او ‏عاطفه، په خپل تن او وجود کې يې ګدا ته ځاى ورکړ. ‏
د ګدا مينې او احساس د غره په سختو رګونو کې ځاى ونيو. د غره ډبرې هم د ګدا د احساس په سمندر کې ‏ډوبې شوې. يا يې د غره په تن کې ځاى ونيو. د ګدا فرياد په کې لاره وکړه. ګدا عاشق و، مين و، غر هم د ګدا په ‏عاشقۍ او د عشق په جنون وپوهېده، ځکه خو غر د مینې او عشق له وجهې سرسانده شو. له ګدا سره يو شو، لکه ‏غر او غر لکه ګدا. ‏
غر د ګدا په رښتینې او پاکې مینې پوه شوى و. د ګدا مینه رښتنې او سپېڅلې وه. صادقه وه. ګدا له وحشيانو ‏راتښتېدلی و، د غره لمنې ته راغلي و او غره هم يو وار په يو ډول په هماغه څه بدل شو چې ګدا و. ‏
د غره د هوسيو سيل د وحشي هوسيو سيل رادبره شو. ټولې په سجده، رامې او غلې شوې. د ګدا درناوى يې وکړ، ‏کتار ودرېدې او د پرښتو په څېر حيرانۍ د ګدا د مخ په ننداره شوې. د ګدا درناوي ته يې سر ټيټ کړ. ‏
د هوسيو په کتار کې ښکلي غزال هم ولاړه وه. په ښکلو سترګو يې ګدا ته کتل. ګدا هم خپلې سترګې د هغې په ‏سترګو پورې وګنډلې. اوښکي يې پر مخ راروانې وې، په ښکلو اننګو يې د اوښکو سيلاب ته لاره ورکړه. ګدا هم ‏د هغې په سترګو کې د هغې ښکلا او نافه ته ځیر و او د خپلې مینې صوبه يې پر هغې کېده. مينه يې په هغې پورې ‏وتړله. هره شېبه به هغې هم د غزال د ليدو لپاره په څو (څاو) او حيرانه وه. دا ځکه چې هغه د شاه په څېر وه، د ‏هغې په سترګو کې يې د شاه پري ښکلا ليدله. د هغې له نافه د تورو زلفو بوى راتلو او هره شېبه يې تلوسه ‏ورزياتوله. ‏
هره شېبه چې به د هغې د خولې معطر بوی راپورته شو، نو د ګدا او د دلبر وږمه به خپره شوه، دا د مینې د ستور و. ‏د مینې او عشق د قلمرو او د سلطنت راج و، چې غره ته يې هم احساس ورکړ. هغه يې په موم بدل کړ. ګدا د ‏مینې رازونه په يو بل څه کې وليدل او پر هغې يې سترګې وګنډلې. ‏
جولاى ۰۱، ۲۰۱۹‏
کينګ کراس ‏
اسماعيليه کتابتون
م۔ا۔کرګر ‏



t