اکشی او کرینا؛ په (Good news) فلم کي راښکاره کېږي

اکشی او کرینا؛ په (Good news) فلم کي راښکاره کېږي

د (Kambakht Ishq)، (Aitraaz) او (Gabbar is back) په شان فلمونو کي د ښه رول لوبولو څخه وروسته اکشی او کرینا یو ځل بیا په یو بل فلم کي راڅرګندېږي. دا فلم (Good news) نومېږي او د بالیووډ د نوموتي فلمي ډایریکټر کرن جوهر له لوری جوړېږي.

یاد دوه نوموتي سېنمايي اداکاران داسي مهال د یاد فلم یادونه کوي چي په یوه ملمستیا کي دواړه د یو داسي میز مخي ته ولاړ دي چي پرې قهويي کیک پروت دي، اکشی کیک پري کوي او کرینا یي څنګ ته ولاړه ده. اکشی د بالیووډ سېنما یو وتلې فلمي اداکار دي چي په زیاتو فلمونو کي د ښه اداکاري له آمله د ډېر شهرت خاوند دي او په کومو فلمونو کي يي چي کار کړي دي، کامیاب سوي او ښه ګټه يي کړي ده او د کرینا فلمونه هم د مینوالو ډېر خوښ سوي دي، د دواړه سېنمايي ستورو مینوال همدي فلم ته په بي صبري انتظار باسي.

پاته دي نه وي، چي په یاد فلم کي د اکشی کمار او کرینا کپور تر څنګ به دلجیت دوسانج او کیرا اډواني هم په مهیمو رولونو کي راښکاره سي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t