کاکړۍ غاړې ـ نقیب احمد قریشي

کاکړۍ غاړې ـ نقیب احمد قریشي

دا ګېلې مانې ده پرېږده
ګراني لاس په زړه راکېږده
…………..
سره لاسونه پښې نازکي
کوم لایق به ده واده کي
…………..
یوه مچه دوې روپۍ
ظلم ده ډېر وکئ چورۍ
…………..
سور کاکُل واړه غمي
کهول يې ګرد په رضا ځي
…………..
نه مې مچ کې نه ده مچ کم
په ولاړو پښو ده وچ کم
…………..
يو نازک مه د زړه میان دی
زما له بل سړي کوران دی
…………..
ګرانوم يې زما جانان دی
ستا مه کم کړی تاوان دی؟
…………..
ور بې کمه د ښې نه دی
زړه خوړلی بېلتانه دی
…………..
مخ ده سپين سترګي ده توري
هر صوفي درپسي ګوري
…………..
نه بې راکې نه بې شی کې
پر ما خوار به پېشلمی کې
…………..
تا څي سپين ټیکری پر سر کئ
بوري مرګ دي پر ما تر کئ
…………..
سپينه خوله خندا ده ډېره
ښایستې نه مه يې هېره
…………..
زما به څنګه هېره سي
د ژړو بد باړخوګان دي
…………..
کتابو راوړئ نه دی
د ګرانو بل رنګه زړه دی
…………..
ګوتي زما د مور په وسوې
نجونه نوري په واده سوې
…………..
سترګي واوښتې تر سر
راغلئ د زلفو سوداګر
…………..
ګراني ولاړې هغه شپې
چي به بې تا نه تېرېدې
…………..
که زړګی غواړې که وینه
دواړه جار دي له تا سپينه
…………..
زنګوم بې داسي داسي
چي مه زوی کله پيدا سي
…………..
خدایه راولې ها شپه
چي بالښت یو خاوندان دوه
…………..
زه پر بام ګرځم د شپې
د کلا کونج ته به راځې
…………..
سپينه خوله چارګل د سرو
لاسونه غبرګ راکه ګرانو
…………..
د ترلې ګرانی پر زیات سو
ناټ مه غوټ له نازک مات سو
…………..
که خدای ستا په نوم پخه کم
خدای مه دی که به بل وکم
…………..
ويښه يې خرکی لرې
تر ما مرداره آدې يې
……………
نقیب احمد قریشي
کندهار




t