لغمان: په ۵ میلیونه افغانیو ۵ سوه کورنیو ته بریښنا ورکړل شوه

لغمان: په ۵ میلیونه افغانیو ۵ سوه کورنیو ته بریښنا ورکړل شوه

دپنځه مېلېونه افغانېو په ارزښت د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند خروټو ۵۰۰ کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې.
د ختیځ زون د برېښنا شرکت مسوول اکرام الله عابد په وینا چې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د خروټو د سیمې ۵۰۰ کورنېو ته د پنځه میلیونه افغانېو په ارزښت د بریښنا د ورکړې پروژه تکمیل کړه.
نوموړی وایي، ډير ژر به د مشه خیلو، حسن خیل او کندې سربېره نږدې ټولو سیمو ته هم د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د بریښنا چارې بشپړې کړي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د خوښۍ سربېره یادونه وکړه چې ډير ژر به نورو کورنېو ته هم د برېښنا رسونې چارې ورسېږي.
نوموړی وایي، ټول هغه خدمات اوواکونه چې د ولایتي ادارې اړوند وي دوی یې په عملي کولو کې هېڅ راز ځنډ نه کوي.
ننګ دغه راز زیاته کړه چې ډېر ژر به د لغمان لپاره د الیاس خېلو کانال، شاهي کانال، د سرخکانو سرک او دغه راز نورې سترې او کوچنۍ پروژې پیل شي.
لغمان والي په ورته مهال د سیمې له خلکو هم په ټولو ټولنیزو چارو کې یو بل ته د مرستې او لاس ورکونې هیله وکړه.



t