د مچې نړیواله ورځ! ډاکټر ظهیر

د مچې نړیواله ورځ! ډاکټر ظهیر

مشر استاد، ښاغلى Najib Manalai وايي چي نن د مچي ورځ ده. ما یې هم په اړه لاندي څه ولیکل:
مچه د میني او نوږیز (جنسي) رغبت مهمه نښه ده. یواځي انسانان نه دي چي یو بل ښکلوي؛ بلکي سنجابونه، غواوي او بیزوګان هم دا چاره کوي خو د شېمپانزو ښکلول انسانانو ته ورته دي.
مچپوهني (هغه پوه چي د مچو په اړه څېړني او مطالعې کوي) ته په پوهنیزه ژبه کي فیلماټولوژي وایه شي.
مچپوهنه وايي چي مچه د انډروفین او اوکسي‌ټوسین هورمونونو د ترشح لامل کېږي ځکه خو تر مچولو وروسته د خوښۍ احساس کوئ، سټرس مو کم وي او داسي انګېرئ چي مثبته انرژي درپکې پنځېدلې.
شونډي د بدن تر ټولو زیات حساس غړي دي؛ پدې خاطر خو مچي په زړه پوري وي. ډاکټران وايي چي تر کښتنۍ هغې برنۍ ډېره حساسه ده ځکه لس زره عصبه په کي غزېدلي. څه پوه شوئ؟!
ډاکتران دا هم وايي: مچي روغتیا پنځوي او عمر وږدوي. څېړني په ډاګه کوي هغه جوړې (خاوند او مېرمن) چي یو او بل ډېر مچوي تر نورو یې عمر اوږد وي. حتی د خدای پاماني پر مهال مچي هم روغتیاجني وي.
هر فرېنچ کېس (شونډزبېښکه) اتیا میلیونه ډول ډول میکروبونه لېږدوي. مانا تر عادي تشنابونو په کي زیات میکروبونه وي. ښه خبره دا ده چي د جوړي (خاوند-مېرمن) تر منځ د مکررو مچو په مټه د میکروبونو تعادل را منځ ته کېږي او د میکروبونو تبادله د مېړه-مېرمني ساتنغونډال (معافیتي سیسټم) پياوړی کوي. دا خبره مو هېره نه شي؛ بل ځل که د سړو موسم راځي د مالټو له جوسو سره مچکي هم ملې کړئ.
لومړنۍ مچې له ګواښه تشي نه وي؛ خدای مو وساته!
په هر ځل مچولو سره ۵ کالوري (د نیمي دقیقي منډي) انرژي سوزي؛ که غواړئ چي د بدن غوړ مو وسوزي یاني وړ اندام ولري؛ له مچو مخ مه اړوئ.
د لنډي مچي پر مهال دوه غړي (عضلې) فعاله کېږي خو که مچه اوږده شي ۳۴ غړي په خوځښت راځي.
د مچو پر مهال ډېري ناړې او په ناړو کي معدني مواد ترشح کېږي چي پدې سره د غاښونو له پوسیدګي څخه مخنیوی کېږي.
د نړۍ تر ټولو اوږده مچه چي ۵۸ ساعته، ۳۵ دقیقې او ۵۸ ثانیې ده؛ یوې تایلنډي جوړې د ګېټس په کتاب کي په خپل نوم کړې.

یادښت: ښکاري چي مچي د کار څیر دی، مانا که څوک درته ګران وي مه یې ور څخه سپموئ.

خوشال خان يې نه سمپوي، وايي:

ځان به درکړم، مچه راکړه؛ ښه سودا ده
که یې ته په بها پېرې، زه یې پلــــــــورم

دويمه يادونه د نسواريانو حضراتو په اړه ده خو نه يې وايم ځکه خپه کېږي.



t