۵ علتونه؛ ولي ژوند ښکلی دی؟

۵ علتونه؛ ولي ژوند ښکلی دی؟

عزت الله ذکي

الله ﷻ زموږ ژوند د ډېرو ګټورو ځانګړنو سره ايجاد کړی دی، دا چي ژوند الله ﷻ ايجاد کړی او موږ ته يې ډالۍ کړی دی، نو موږ بايد د ژوند په هره برخه او هر حالت کي الله ﷻ ته شکر وباسو او منندوی اوسو.

مينه:

دا چي ډېری خلک دا استدلال کوي، چي له ميني پرته ښکلی ژوندی نه سي کولای، نو که په يوه سپېره دښته کي مينه وجود ولري، هغه ټوله سپېره دښته ښکلې کولای سي او موږ بايد پرمځکه د خپلو آهدافو او آرمانونو د پوره کولو لپاره يو بل سره مرسته وکړو، ځکه مرسته د ميني سبب کېږي. مينه داسي يو شی دی، چي وګړي يې له عمر، ځای، ټولنيزو مځکو او مادياتو په نظر کي نيولو پرته هم تجربه کولای سي. دا په حقيقت کي د ژوندانه ښکلي آړخونه دي، وړيا او د ټولو لپاره آزاد دي، چي دا خپله يوه ښکلا ده.

خلک زموږ په ژوند کي:

الله ﷻ دي زموږ و ستاسي ټولو ملګرو، دوستانو، قريبانو او په مجموع کي ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي، ستر څښتن دي پر ټولو ورحمېږي او لايزال رب دي زموږ و ستاسي ملاتړو ته نوره هم بريا او غنا ورپه برخه کړي. موږ بايد په لاره کي د مخ کېدونکو غريبو کسانو سره خپل وس او توان وکړو، ترڅو په پايله کي يې پوه سو، چي هغه ډول چي موږ ژوند خوښوو، د نورو هم خوښېږي او د رسول الله ﷺ د يوه حديث له مخي، ترهغه مومن مومن کېدای نه سي، کوم څه چي د ځان لپاره خوښوي، د نورو لپاره يې خوښ نه کړي. ((لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ.)) البخاري (۱۳)، ومسلم (۴۵). ژوند به نور هم ښکلی سي، که يې چيري موږ د هغو سره چي زموږ سره مينه لري، شريک کړو. په ژوند کي د نورو سره د خپلو تجربو، مهارتونو، او پاملرنو شريکول ستاسي خپل حق دی.

د موخو پوره کول:

الله ﷺ موږ ټول وړتيا لرونکي خلق کړي يو او موږ ټول هغه څه لرو، چي موږ ته په زړه پوري دي. هغه څه چي د ژوند خوښۍ په وجود راوړي، انسان بايد د خپل ژوندانه لپاره ځانګړي موخي او خوبونه تعقيب نه کړي، بلکي ژوند يوازي او يوازي د الله ﷻ د رضا په لټه وکړي. ددې کار په کولو سره به موږ احساس کړو، چي زموږ ژوند ډېر آرزښتمن دی. دا ژوند نور هم ښکلی کوي، په دې دليل چي د رښتيني ښکلا موخي د ښکلي احساس سره تړلي دي او په ځانګړي ډول په ژوند کي د ښه هدف لرلو سره هم تړاو لري.

ژوند کول يو امتياز دی:

الله ﷻ زموږ په ژوند کي برکت ايښی دی، کله چي په ژوند کي د هغو چانسونو په آړه فکر کوو، نو وبه ګورو، چي دغو چانسونو او فرصتونو زموږ د شخصي ودي او پرمختګ سره تر ډېره بريده مرسته کړې ده. يوازي ژوندي اوسېدل يو امتياز دی، په نړۍ کي په بېلابېلو اشکالو انسان وجود لري، دا ټول الله ﷻ پيداکړي او د ټولو بيرته ورګرځېدل هم دغه ستر او پاک ذات لره دي. په دې معنا چي ژوند د الله ﷻ له لوري بيرته وه الله ﷻ ته يو لنډ سفر دی. دا ددې سبب کېږي، چي تاسي ډېر ځانګړي اوسی، خو يوازي ستاسي وجود ته او هر انسان په خپل اندازه ځانګړی دی. نو په همدې خاطر بايد خپل خالق او ستر رب ته د خپل ژوند شکر اداء کړو.

بدلون راوستونکې وړتيا:

موږ ټول بايد هڅه وکړو، چي په داسي ډول دا نړۍ پرېږدو، لکه څنګه موږ موندلې ده. دا د ښکلي ژوند يو بل راز دی، چي موږ کولای سو د نورو خلکو لپاره دې نړۍ ته وده ورکړو او په دغه بهير کي خپل ژوند ښکلی کړو. موږ ټول په دې موافق يو، چي الله ﷻ غوره کارونه ترسره کول خوښوي، کوم چي پايلي يې هم په دنيا او عقبا کي انسان ته ګټه رسوونکي دي.



اسلام هر اړخيز او معلوماتي ژوند ښکلا
t