مستور ولسمشر او متمزق ولس! عبدالحلیم حلمیار

مستور ولسمشر او متمزق ولس! عبدالحلیم حلمیار

عبدالحلیم حلمیار

ټاکل سوې دوې مياشتي وروسته په سمپټمبر مياشت کي ولسمشريزي ټاکني ترسره سي. که څه هم په دولتي امکاناتو ځان ته کمپاين کول يو غير مشروع عمل دی او د هيواد د موجوده نافذه قوانيو څخه په څرګند ډول سرغړونه ده. خو بيا هم ليدل کيږي، چي ولسمشر د بيت المال له امکاناتو څخه په استفادې ځان ته اوس لا کمپاين پيل کړی.

دا ځل هغه د ځينو پروژو د افتتاح کولو په پلمه کندهار ته ولاړی، خو په اصل کي نوموړي هلته خپل د ټاکنيز دفتر د پرانيستني ترڅنګ داځل د معمول خلاف د ډيرو کسانو سره وليدل.

مستور ولسمشر دا ځل ستر مات کړ، په ښار کي وګرځېدی او غواړي بيا ولس ته د تېر په څېر بې عمله غوړي وعدې ورکړي. دا هغه مستور ولسمشر دی، چي د جنوب خلکو به د ډيرو مهمو مسايلو لپاره هم نه سوای موندلای، خو نن په کندهار ښار کي پر واټونو ګرځي او پر هټيوالو پوښتنه کوي.

دا هغه ولسمشر دی، چي په ډيرو لويو غميزو کي رانغلی، خو نن د ښاروال صاحب پر ځای په ښار کي د نرخونو پوښتنه کوي. دا هغه ولسمشر دی، چي پرون د سلو تړولو دروازو تر شا ناست و، خو نن هر يو تنها، تنها راغواړي او ويني.

دا هغه ولسمشر دی، چي پرون يې پيدا کول د مرغۍ شيدې وې، خو نن غواړي په ښار کي له هرچا سره سيلفي واخلي. دا هغه ولسمشر دی، چي تر تيرو ولسمشريزو ټاکنو مخکي يې هم د نظام د جوړولو، بې شمېره کاري فرصتونو رامنځ ته کولو، د متمزق ملت د اتحاد او يووالي، د ولس د بسيا کولو او پر خپلو پښو درولو او د هيواد اقتصادي ښارګ جوړولو وعدې يې تاسي ته درکړي وې.

دا هغه ولسمشر دی، چي په تيرو ټاکنو کي به هم ډېر ليدل کېدی، خو تر ټاکنو وروسته د انځر ګل سو او بيا چا نه سو موندلای.

هوکې درنو لوستونکو! دا هماغه ولسمشر دی او تاسي هماغه ملت ياست، نن بيا ولسمشر راغلی او بيا په کوڅو ګرځي. اوس بيا د چندې ټولولو وخت سو، ټاکني رارواني دي، نو په دې خاطر د وخت د پاچا په زړه کي يو څه رحم پيدا سو. کنه موږ او تاسي يې څنډي ته کړي وو. په هر صورت پوښتنه داده، چي ولسمشر سره ددې چي په قانون هم تر هرچا ښه پوهېږي، ولي قانون نقضوي؟

چي د نړۍ متفکر قانون ماتوي، نو د بل چا څخه څه ګيله په کار ده!؟ د ولسمشره تر ولسکشره ټول بايد قانون ته احترام وکړو، ځکه قانون تر ټولو مافوق دی. که آمير قانون مات کړ، طبيعي خبره ده، چي معدون به يې هم ماتوي.

تر ټولو لومړی بايد ولسمشر او بيا يې رسمي معدونان د قانون تطبيق او تنفيذ له خپله ځانه پيل کړي، ترڅو بيا هيڅوک هم د يوه غيرقانوني او نا مشروع عمل د ترسره کولو جرات ونه کړي.

آمير بايد پاک وي، بيا معدون نه خرابيږي. اوبه چي د سره خړي نه وي، په آخير کي نه خړيږي. په ډيرو مواردو کي قانون ته د نظام د لوړو پوړو چارواکو بې اعتنايي ددې سبب ګرځي، چي د قانون ماتوني فرهنګ په ټولنه کي په قانون مبدل سي.


ليکني او ژباړي
t