ټول يې پر دربدره ملت زده کوي! / عزت الله ذکي

ټول يې پر دربدره ملت زده کوي! / عزت الله ذکي

عزت الله ذکي

طالبان بايد د ولسي وګړو له وژلو لاس واخلي، که څه هم په قطر کي د امریکايي او طالب پلاوو ترمنځ د سولي اووم پړاو مذاکراتو ته خوشبینۍ زیاتي وې، خو د پلازمېني کابل د تېري دوشنبې خونړي بريد دغه خوشبینۍ په اوبو لاهو کړې.

د کابل دغه خونړي بريد ته، چي نږدې ۱۰۰ تنو ته پکي مرګ ژوبله واوښته، په کتو کابل د ملګرو ملتونو په امنیت شورا ږغ کوي، چي د ترهګرۍ پر ملاتړو هېوادونو بايد نور هم فشارونه زيات سي، ترڅو په افغانستان کې تلپاته سولي او ثبات ته لاره هواره سي.

دا برید د ملي دفاع وزارت یوې ودانۍ ته نږدې د شمشاد خصوصي ټلوېزیون او یوې لومړنۍ ښوونځي ترمنځ سوی دی.

طالبان له یوې خوا په قطر کې د امریکايي چارواکو سره د سولي په خبرو بوخت دي، له بلې خوا يې په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړی دی او يو بېچاره ملت په لاس ورغلی، يوازي جنازې ورسپاري او پر دغه دربدره او ناچاره ملت خپله زده کړه کوي.

طالبانو يو ځل بیا خپل بېګناه او معصوم هیوادوال شهیدان او په وينو ولړل او د پرديو بادارانو د خوشحاله کېدو لپاره يې خپل وطن ته اور ورته کړ.

شنونکي وايي، دغه خونړی بريد پاکستان ته د ولسمشر تر وروستي سفر وروسته کابل ته د اسلام آباد لومړۍ ډالۍ وه.

اوس چي طالبان له یوې خوا د امریکایانو سره د ګاونډیو هېوادونو په لارښوونه او خوښه په عربي هېوادونو کي د افغان سولي خبري کوي، نو ددې لپاره چي په دغه پروسه کي ډېر امتیاز واخلي او وښيي، چي په افغانستان کي جګړه، چاودني او بریدونه کولای سي، خپل زور تر بېګناه، غيرمحاربو او ملکي افغانانو کاږي.

د شنونکو په باور، د کابل وروستۍ خونړۍ حمله د طالبانو لخوا د سولي په اووم پړاو مذاکراتو کي د زياتو امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره کېږي، په دې معنا چي طالبان د امریکا سره په خبرو کي د افغانانو پر وینه امتیاز آخلي.

ددغه مرګوني بريد نیمايي ټپیان د ښوونځي معصوم ماشومان او زده ‌کوونکي وه، خو طالبانو يې په وياړ او افتخار مسووليت ومانه.

طالبان بايد پوه سي، چي نور د زور آزمویلو وخت هم تېر دی، د سولي خبري د موافقې سرحد ته رسېدلي، نو بیا دغه زور آزمویل او وینه تویول د څه لپاره دي؟

افغان ملت ته روانه خونړۍ جګړه او د سولي بهرنۍ پروسه خورا جالبه ښکاري، ځکه نه يې د جګړې اصول او نه يې هم د سولي اصول د اصولو سره برابر دي.

قطر کې د خبرو په دوام په افغانستان کي سولي ته د رسېدو او له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو په برخه کي د پرمختګونو تمه کېږي، خو تاوتریخوالی د افغانستان ۱۸ کلنه جګړه لا پسي تودوي او دواړه لوري په یو بل بریدونو ته زور ورکوي، چي ترمنځ يوازي او يوازي افغان ولسي وګړي قرباني کېږي.

له طالبانو څو پوښتني لرم:

آيا تاسي افغان وژني او د بېګناه، غيرمحاربو او معصومو ماشومانو وژني ته جهاد واياست؟

آيا د دين په کومه برخه کي ددغه ډول بېګناه انسانانو وژلو ته جهاد ويل سوی؟

آيا تاسي ددې مومنو ماشومانو، ښځو او بې دفاع او بېچاره ملت وژل جهاد ګڼئ؟

آيا تاسي غواړئ، د خپل دربدره او فقير ملت پر وينه سوداګري وکړئ؟

آيا تاسي د بل په وسله او مشوره خپل ورور وژنئ؟

آيا تاسي د پرديو په غوښتنه او لارښوونه خپل هيواد ورانوئ؟

دا پوښتني يوازي زه نه، بلکي هر افغان يې له تاسو لري.

په کابل کي ددغه وروستي خونړي بريد او د افغان پوځیانو سره د بریدګرو څو ساعته نښته په افغانستان کي د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي تر ټولو تازه بېلګه ده.

ددغه خونړي بريد له کبله تېره دوشنبه د کابل د شنه آسمان فضا يوه برخه خړه پړه وه او ماشومان او بېګناه انسان په وينو کي لت پت پراته وه.

د کابل ښار هره څنډه په وينو سره وه او د ښکلو او ګلاليو معصومو ماشومانو جسدونه هم د قلم او کتابچې ترڅنګ په وينو سره پراته وه.

دغه برید ګڼ مالي او ځاني زیانونه هم اړولي او له امله ‌یې زیات سړکونه، دکانونه، دفترونه او ښوونځي تړلي پاته وو.

داسي ښکاري، چي د سولي روانو مذاکراتو د جګړې د کچې پر راکمولو هيڅ کوم آغېز نه دی کړی.

تراوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي په رابطه خبري نه ‌دي سوي، نو ځکه دواړه لوري په یو بل د بریدونو په زیاتولو سره هڅه کوي، چي په خبرو کي برلاسي ولري او خپل شرایط په پوره قدرت سره مطرح کړي.

که افغان ملت متحد، متفق او منسجم نه سي، نو هره ورځ به يې دغسي په غم او وينو لړلې وي او ددغه ډول خونړيو پېښو قرباني به پرې کوي.


افغان ملت جګړه سوله ليکني او ژباړي
t