ننګرهار: د ښار د دروازو ساتلو لپاره خاص امنیتي کنډک جوړ شو

ننګرهار: د ښار د دروازو ساتلو لپاره خاص امنیتي کنډک جوړ شو

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ له لوري جلال اباد ښار ته د داخلېدونکو دروازو د ساتلو لپاره يوه نوې شپېته کسيز امنيتي کنډک جوړ شو.
دغو پوليسو ته د دروازو ساتلو، موټرو او اشخاصو تلاشۍ او ځینو نورو پوليسي تاکتيکونو اړوند دوه مياشتنۍ روزنه ورکړل شوې چې ښار ته په داخلېدونکو پنځو دروازو کې به پر دندو وګومارل شي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د ملي پوليسو د دروازو ساتلو دا ځانګړی کنډک به جلال اباد ښار ته د داخلېدو پنځو دروازو ساتنه کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ ډاډ درکوو چې دغه کنډک به د مواد مخدر د قاچاق، تروريزم د مخنيوي او نورو برخو کې ګټوره تمام شي او د هېچا تر تاثير لاندې به نه راځي.))
ښاغلي میاخیل وویل،په تېرو وختونو کې د اصلاحاتو په موخه یواځې په رهبرۍ کې تغیرات رامنځته کېدل،چې د ستونزې اساسي حل په موخه یې دا ځل په لاندې برخو کې تغیرات اوتبدیلي رامنځته کړې ده .
نوموړی وایي،یاد پولیس د باریکاو، د کامې پول ، چپرهار ، بهسودو او دروانټې په سیمو کې جلال اباد ښار ته را داخلیدونکو دروازو کې له نن ورځې څخه ځآی پر ځای او عملاٌ به دنده پیل کړي .
د ننګرهار امنيه قوماندان عبدالرقيب مبارز د چنګاښ په ۱٥مه په همدې تړاو نیول شوو مراسمو کې وويل، له دې وړاندې د ښار د دروازو د امنيت ساتلو لپاره د بېلابېلو ولسواليو او امنيتي حوزو پوليس پر دندو ګومارل شوي وو چې ښه پايله يې نه ورکوله.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، نوی رامنځته شوی کنډک به نور هېڅ کومه دنده نه ترسره کوي او يوازې به د دروازو امنيت ساتي چې د امنيې قوماندانۍ او ولايتي ادارې له بشپړ ملاتړ به برخمن وي.
د پوليسو د نوي رامنځته شوي کنډک قوماندان سمونمل حميدالله ډاډ ورکړ چې د ورسپارل شوې دندې له مخې به ښار ته د ټولو تلونکو دروازو امنيت ساتي او د هېچا لحاظ او خاطر به نه کوي.
نوموړي وويل، په تېرو دوو مياشتو کې ورته د دروازو ساتلو، تالاشۍ، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي، وسله والو او نورو ترهګرو د پېژندګلوۍ او ځينې نورې ځانګړې او مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.



t