لغمان: په ۴ نیم میلیونه افغانیو یو سړک جوړیږي

لغمان: په ۴ نیم میلیونه افغانیو یو سړک جوړیږي

د څلور نيم ميليونه افغانېو په ارزښت د عمرزيو د سیمي اړوند د خیراباد کلي د ۲ اعشاريه ۲۵ کيلو متره سړک د بيا رغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي.
دلغمان ولایت د کليو او پراختيا رئيس امان الله مياخېل د معلوماتو له مخې د عمرزيو قريې د خيراباد کلي د ۲ اعشاريه ۲۵ کيلو متره سړک، چې يو شمېر ساختمانونه پکې هم شامل وو د بيا رغونې ۹۰ سلنه چارې يې بشپړې شوي.
نوموړی زياتوي، ياد سړک د کليو د بيا روغونې او پراختيا وزارت د انسجام ساحوي برنامې لخوا، چې (۴۵۰۰۰۰۰) افغانۍ مالي لګښت پرې راځي لس سلنه يې د کلي اوسېدوونکي ورکوي، چې چارې د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست په تخنيکي همکارۍ او د يادې سيمې د محلي شورا له لوري بيا رغول کېږي.
مياخېل وايي د يادې پروژې په بشپړېدو سره به د سيمې سلګونه کورنېو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.
په ورته مهال د يادې سيمې اوسېدوونکي د حکومت له دا ډول کړنو مننه کوي او زياته وي، چې په راتلوونکي کې دې ورته دا ډول نورې پروژې هم ورکړل شي ترڅو د ولسونو ستونزې راکمې شي.




t