پولیس: ۱۷۵ تنه مو په مختلفو جرمونو څارنوالۍ ته پېژندلي

پولیس: ۱۷۵ تنه مو په مختلفو جرمونو څارنوالۍ ته پېژندلي

د ننګرهار کې پوليسو په تېره يوه مياشت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو لسګونه کسان نيولي چې له ډلې یې ۱۷۵ تنه څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.
په دغو کسانو کې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي، وسله وال مخالفين، غله او د ځمکو غاصبين شامل دي.
د نيول شوو له ډلې يو شمېر کسان، وسلې او نشه يي توکي د چنګاښ په ۱۵مه د ننګرهار په امنيې قوماندانۍ کې خبريالانو ته د ښودلو پر مهال ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، د دغه ولايت پوليسو تېره يوه مياشت د نشه يي توکو د مخنیوي، د وسله والو د ځپلو، د ځمکو د غصب او ځینو نورو ناقانونه کارونو د مخنيوي په برخه کې فعاليتونه ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تړاو لسګونه کسان نيولي چې له ډلې يې ۱۷۵ کسان څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي، ځيني يې لا هم په نظارت کې دي او ځیني نور تر لومړنيو پلټنو وروسته بېرته خوشې شوي دي.
دی وايي، پوليسو په دې موده کې ۱۰۱۱ کيلوګرامه بېلابېل ډول نشه يي توکي نيولي، ۲۲ موټر او ۲۲ بېلابېل ډول وسلې هم د پوليسو لاسته ورغلې دي.
هغه زياته کړه، وسله والو ته د پيسو د انتقال مخه يې هم نيولې چې اووه لکه پنځوس زره سعودي ريال، د اماراتو پنځوس زره درهم او ۳۳۵زره کلدارې چې داعش وسله والو ته انتقالېدې، په غني خېلو ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندان وايي، پوليس يې توانېدلي د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تېلو له سوداګرو د پيسو غلا کوونکو مخه هم ونيسي.
نوموړی وايي، دغو غلو د امنيې قوماندانۍ د درېيو کارکوونکو په همکارۍ پلان درلود چې د تېلو له سوداګرو يو ميليونو ١٥٠زره افغانۍ او ۹سوه پنځوس زره کلدارې غلا کړي چې په تړاو يې د یوه امنیتي کارکوونکي په ګډون څلور کسان نیول شوي دي.
نوموړی وايي، دوه نور امنيتي کارکوونکي چې په دې قضيه کې يې لاس درلود، اوسمهال تښتېدلي خو پوليسو او جنايي کارکوونکو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان په ورته وخت کې له خلکو وغوښتل چې د پېښو د مخنيوي او امنيت د ټينګښت په برخه کې له خپلو پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو سره همکاري وکړي او د مشکوکو کړنو په ليدلو دوی ته خبر ورکړي.




t