د افغانستان الف لوبډلې خپله سیاله لوبډله په ۲۵۳ منډو وسوځوله

د افغانستان الف لوبډلې خپله سیاله لوبډله په ۲۵۳ منډو وسوځوله

د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلو ترمنځ د بنګله دېش په کهلنه ښار کې ۴ ورځنۍ لوبه پرون د جولايي په ۶مه نېټه پيل شوې ده. په پیل کې د لوبې پچه د افغانستان الف لوبډلې لوبډلمشر ناصر جمال وګټله او لومړی يې د بنګله دېش الف لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګله دېش الف په خپله لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې د لوبې په دويمه ورځ په ۷۸.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۳ منډې وکړې، د دوی له ډلې انام الحق ۱۲۱ ناسوځېدلې، عفیف حسېن ۵۰ او محمد نعيم ۴۹ منډې وکړې.

د افغانستان الف له خوا قیس احمد او يمين احمدزي درې درې لوبغاړي وسوځول، همدا راز نوين الحق ۲ او شرف الدین اشرف بيا یوه ويکټ ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې د افغانستان الف لوبډلې هم د خپلې لومړۍ پاڼۍ توپوهنه پيل کړي.




t