سږ کال هلمند کې د مېوو ۶۰۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي

سږ کال هلمند کې د مېوو ۶۰۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا سږ په دې ولایت کې بزګرانو ته د مېوو ۶۰۰ بڼونه جوړ شوي دي.

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې یاد ریاست سږ د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې په همکارۍ د مېوو ۶۰۰ جریبه بڼونه جوړ کړي دي، چې په دغو بڼونو کې د انګورو بڼونه هم شامل دي.

د ښاغلي الکو په خبره د هلمند په شپږ زره او ۴۱۰ هکټار ځمکه کې د انګورو بڼونه جوړ شوي دي، چې د یوه هکټآ رحاصل یې ۱۴ ټنو ته رسیږي. هغه زیاته کړه، چې سږ کال به ددې ولایت د انګورو ټولیز حاصلات نږدې ۸۹ زره او ۷۴۰ ټنو ته ورسیږي.

د هلمند ولایت انګور ګاونډو ولایتونو ته هم صادریږي.

باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې په مسلکي ډول د مېوو بڼونه جوړ او بڼوالو ته د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره کړي.



t