د ګوروان عدل

د ګوروان عدل

پاچا د خرو يو اوږد قطار وليدی چي منظم يو په بل پسې روان وه نو د ګوروان څخه يې پوښتنه وکړه: ته څنګه په دې توانيدلی يې چي ټول خره سيده روان دی ؟

ګوروان وويل: هر خر چي د قطار څخه ووځي هغه ته سزا ورکوم اوس ټول منظم روان دي يو هم د قطاره نه وځي.

پاچا پوښتنه وکړه: ايا ته کولای سې چي زما په هيواد کي امن راولې ؟

ګوروان ول هو ولي نه !

ګور وان ښار ته راوستل سو منصب او څوکۍ ورکړل سوه، د ګوروان مخ ته يو د غلا قضيه راوړل سوه. ګوروان فيصله وکړه چي د غله لاس دي پرې کړل سي، جلاد د وزير خواته وکتل او په غوږ کي یې ګوروان ته وويل: مشره دا د وزير خاص سړی دی!!

ګور وان بيا وويل: د غله لاس دي پرې کړل سي!!

تر هغه وروسته وزير خپله ګوروان ته ور نژدې سو ورته وه يې ويل: محترمه يو څه فکر کوه دا مو خپل سړی دی!

ګوروان وويل: د غله لاس او د وزير ژبه دي پرې کړل سي !!!

د ګوروان د همدې پريکړي څخه وروسته په ټول هيواد کي خير و خيريت سو او د امن فضاء رامنځ ته سوه.

دلته هم همداسي کيدای سي چي د غلو لاسونه پرې سي او د ځينو وزيرانو ژبي پرې سي .

ژباړه طاهر ابشار



t