ستاسي ماشومان تاسي څاري! رحمت الله حلمیار

ستاسي ماشومان تاسي څاري! رحمت الله حلمیار

رحمت الله حلمیار

که په محتاطانه ډول ځير سئ، کله چي تاسي د خپلو ماشومانو سره خبري کوی، د هغوی سره ارتباط ټينګوی او ياهم خپلو ماشومانو ته څومره وخت او آرزښت ورکوی، د نور چارو ترڅنګ دا هم مهمي کړني دي.

د ماشومانو په مخ کي مو خپل چلند ښه کړئ او خپل ماشومان مو ځيرک او په نويو شېوو وروزئ، ځکه ماشومان ستاسي تقليد کوونکي دي او ستاسي ټولي کړني څاري.

د بېلګي په ډول آيا غواړئ ماشومان مو د غذا خوړلو ښه عادتونه ولري؟ نو د ډوډۍ خوړلو پر وخت لږ ځير سئ، چي ستاسي ماشومان يوازي او يوازي تاسي ته ګوري او هغه څه چي تاسي يې کوی، هغوی مو تقليد کوي.

که تاسي د خوراک او څښاک مخکي په صفا او واضح آلفاظو (بسم الله الرحمن الرحيم) وواياست او بيا په هغه پيل وکړئ، نو معلومداره ده، چي ستاسي ماشومان به ستاسي تر خولې راوتلي آلفاظ څو_څو ځله تکرار کړي او په راتلونکي کي چي خوراک او څښاک کوي، د الله ﷻ په نامه به يې پيلوي.

ماشومان د لويانو پيروي کوي، هغوی ته ګوري او هر کار چي لويان کوي، ماشومان هم ځان پرې آخته کوي، ځيني وخت نبايد ټول شيان ماشومانو ته وويل سي، خو هغه شيان چي ددوی د ژوند په سعادت او نېکمرغۍ کي مهم دي، بايد ورسره شريک سي، ترڅو ماشومان مو ښې خوا ته سوق سي.

پر خپل وخت لمونځ وکړئ او کله چي د آذان ږغ واورئ، نو سمدستي خپل ټولي چاري او مصروفيات پرېږدئ او د خپلو ماشومانو سره يوځای مسجد شريف ته د لمانځه د آدايني او ستر رب د شکر ايستني لپاره ولاړ سئ، ترڅو ماشومان مو پر لمانځه ټينګ او مستحکم سي. په دې سره ستاسي ماشومان د لارښووني پرته زده کوي، چي د آذان پر وخت بل هيڅ شی دومره مهم نه دی لکه لمونځ. نو دوی به په ډېره خوښۍ سره ستاسي قدمونه وڅاري او ستاسي سره به يوځای لمونځ ترسره کړي.

يوه بله بېلګه: تاسي به هغه يو کلن ماشومان ليدلي وي، چي کله يې مور او پلار د لمانځه پرمهال سجده کوي، نو دوی هم ورسره ټيټيږي او د خپل مور او پلار تقليد کوي. نو که غواړئ ماشومان مو ښه وروزل سي، آړينه ده، چي تاسي په دې آړه د خپلي مېرمني سره هم په آړيکه کي پاته سئ.

تاسي آړتيا لرئ، چي په دې آړوند د خپلي مېرمني غورتوب او ډاډ ترلاسه کړئ، ترڅو ماشومان مو د درناوي او قابليت درکول زده کړي. په دې ترتيب چي کله ماشومان لوېږي، نو وبه پوهېږي، چي څه ډول د مقابل جنس سره آړيکه برقراره کړي او تر ټولو ښه لا دا، چي ماشومان به مو وکولای سي، چي د خپلي کورنۍ د غړو مور، پلار، ورور، خور، مېرمني او يا نورو شاوخوا دوستانو سره نېک چلند زده کړي.

که ماشومان په يوه خشونت آمېزه کورنۍ کي رالوی سي، نو طبعاً د تاوتريخوالي ډک چلند به ولري، ځکه دغه ماشومان داسي فکر کوي، چي د ژوندانه مسايل يوازي د تاوتريخوالي له لاري حل کېدای سي او دا د بدو ماشومانو يوه واقعي بېلګه هم ده.

هر څوک چي درواغ آورېدل نه غواړي، هغه بايد خپله درواغ ونه وايي، ځيني والدين په مزاج برابر نه وي او د خپلو ماشومانو مخ ته په ټيليفون کي خبري کوي، کله ناکله د بل چا سره وصل ټيليفون د ماشومانو غوږ ته ونيسي، ترڅو ويده سي، خو دا کار مو د ماشومانو روغتيا، په ځانګړي ډول ذهني روغتيا ته سخت زيان رسوي او ستاسي د ټيليفون خبري پر هغوی خوب کېږي.

کله کله بيا والدين د ماشومانو په حضور کي په ټيلیفوني آړیکه کي مقابل لوري ته دروغ ووايي، چي بل ځای يم، خو دوی به په خپل کور  کي ناست وي او ماشومان به يې هم څاري، بیا تمه لري، چي زما ماشومان بايد صادقين لوی سي. راځئ! چي خپلو ماشومانو ته پاملرنه وکړو، خو لومړی اجازه راکړئ، چي خپل ځان سم او اصلاح کړم.


آداب اخلاق اسلام لمونځ ماشومان
t