قطر کې د اساس پړاو خبرې

قطر کې د اساس پړاو خبرې

امریکا له طالبانو سره د سولې تړون ته نږدې شوې ده؛ او دا روښانه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون د سولې او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدلو په معنی نه، بلکې د امریکا د اتلس کلن جنګي ماموریت پای ته رسولو په معنی دی.
اوس اصلي او حساس پړاو له افغان دولت سره د طالبانو خبرې دي. ظاهراً امریکا، طالبان، افغان حکومت او نړیوال ادعا کوي چې دا به سوچه بین الافغاني مذاکرات وي، خو دې کې شک نشته چې امریکا، پاکستان پکې د سترو معاملو تر کچې ښکیل دي. دا چې د افغان حکومت، پاکستان او امریکا ترمنځ د پردې تر شا په کومو خبرو توافق شوی دی چې تر دې پړاوه یې خبرې را ورسولې، مالومه نه ده، خو دې کې شک نشته چې پاکستان او طالبانو ته به امتیازات ورکول کیږي، ځکه طالبان به هیڅکله په اوسني سیاسي سیټ آپ سره خبرو ته حاضر نشي. په کابل کې امریکا د سفیر خبرې، قطر ته د افغانانو تګ، د مخالفو کاندیدانو من‌‌‌‌‌‌ډې ترړې او یو لړ نور مسایل دا په ګوته کوي چې کور د ننه او بهر ټول طالبانو سره د واک شریکولو ملاتړ کوي. دا په دې معنی چې طالبان پرته له م‌ؤقت حکومت بل څه نه مني.

اوس مالومه نه ده چې ولسمشر غني م‌ؤقت حکومت ته اماده شوی او که نه؟ که شوی وي، د څه شي په مقابل کې؟
زما خپل نظر دا دی چې که ولسمشر غني م‌ؤقت حکومت ته اماده نشي، امریکا به راتلونکي انتخابات داسې حالت ته رسوي چې تیر انتخاباتو نه به هم ‌‌‌‌‌‌ډير جنجالي وي، او د انتخاباتي جنجالونو حل لپاره به بیا هم وروستی حل م‌ؤقت حکومت وي.

نو ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب شاه صابر وايي:

وخت چې په ما د څه احسان کوي، نو داسې کوي
له ما څرمن وباسي او ماته ترې څادر جوړوي.

عزیزالرحمن نیازی


قطر او سوله
t