د لالیګا لیګ د راتلونکي پړاو پچه اچونه ترسره سوه

د لالیګا لیګ د راتلونکي پړاو پچه اچونه ترسره سوه

د هسپانیا هیواد کورنی د فوټبال لیګ (لالیګا) د تیر پړاو سیالۍ د مې میاشتي په ۱۸مه نېټه پاي ته ورسېدې، چي بارسلونا ئې د ډیرو نمرو په خپلولو سره اتلولي خپله کړه.

یاد لیګ هر کال د ۲۰ هسپانوي ټیمونو ترمنځ ترسره کیږي، چي تیر کال ئې ۸۸یم پړاو وو او د راتلونکي ۸۹یم پړاو لوبو پچه اچونه ئې د تیري پنجشنبې په ورځ ترسره سوه.

ددې لیګ ۸۹یم پړاو د روان کال اګسټ میاشتي په ۱۷مه نېټه پېلیږي او د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د مې په ۲۴مه نېټه پاي ته رسیږي.

د لالیګا لیګ په زیاتو اتلولیو کي ریال ماډریډ لومړی مقام لري. دا لوبډله توانېدلې، چي ۳۳ واره په دې سیالیو کي لومړی مقام خپل کړي.

ورپسي بارسلونا ۲۶ ځلي، اتلاتیک ماډریډ ۱۰ ځلي، اتلاتیک بلباوو ۸ ځلي، والینسیا ۶ ځلي، ریال سوسیداد ۲ ځلي، خو ډیپورټيو لاکورنیا، سویا او ریال بیټیس بیا یو ـ یو ځلي په لالیګا لیګ کي لومړی مقام خپل کړی.

ددې لیګ اتلي لوبډلي ته هر کال ۱۰ نیم میلیونه یورو د هسپانیا فوټبال فدراسیون له لوري ورکول کیږي.

صابر حمیدي



نړۍ ورزش
t