ویره؛ هسې نه طالب او امریکا د اپیمو سوداګري روانه کړي وي

ویره؛ هسې نه طالب او امریکا د اپیمو سوداګري روانه کړي وي

د طالبانو د واکمنۍ اخري کال وه. کامه کې د اتم ټولګي زده کونکی وم. د اپیینو او کوکنارو کښت ازاد وه. کله به چې د اپیینو خرصولو وخت راورسيد نو سوداګر به په کليو ګرځیدل. دا چې د اپيمو نرخونه مختلف وه نو د اپيمو سوداګر به د کروندګر سره بندو دروازو تر شا یو په یو لیدنه کوله تر څو نور خلک د نرخ څخه خبر نه شي.

نن طالب او امریکایی استازي خپل منځ کې د بندو دروازو تر شا هماغه د اپيمو او پوډرو سودا ته ورته کیسه روانه کړې. شپږ میاشتې وشوې، هر ځل له مطبوعاتو او خلکو پټې ناستې ترسره کیږي، د جګړې اصلي لوري خپل منځ کې تاوده بحثونه کوي خو د یو عادی تضمین شوي پرمختګ خبره نه طالب کوی او نه امریکایی استازي څه وایی.

مونږ نه پوهيږو چې د بندو دروازو تر شا د طالب استازو او امریکایی سوداګرو تر منځ څه ډول معامله روانه ده.

طالب په ظاهري ډول د اشغال پای خبرې کوي، خو د اشغال پای جزیات له خلکو پټ ساتي. مونږ د سولې تمه لرو چې له بندو دروازو ممکن له یوې سوړې راووځي، خو هسې نه طالب او امریکا خپلو کې د اپیمو سودا نه وي روانه کړې.

سید خالد سادات



لیکنه، افغان سوله
t