ګلبدین څوک د لوبډلې څخه باسي؟

ګلبدین څوک د لوبډلې څخه باسي؟

راشدخان د لوبډلمشرۍ ځکه انکار وکړ چې د کوالیفای راونډ لوبې او حالت ورته معلوم و، لوبډلمشري د کلیوال کرکټ هم خوند کوي، ملي لوبډلې که بیا لوی شهرت او مزه ده، خو راشدخان د ځان شهرت پرځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړ د ځان پرځای یې اضغر غوره لوبډلمشر وګاڼه.

کله چې ګلبدین لوبډلشمر وټاکل شو بیا فضلي انګلستان ته سفر وکړ، ګلبدین ته یې وویل چې تېروتنه له موږ څخه وشوه، اضغر به بېرته کپټان اعلان کړو، خو ګلبدین سم د لاسه پر فیسبوک د فضلي څخه مننه وکړه چې د لوبډلمشرۍ باور یې ورباندې وکړ. یعنې ګلبدین ونه منله چې اضغر دې بېرته لوبډلمشر شي.

په راشدخان، محمدنبي، او محمد شهزاد هم دغه تور بې ځایه دی چې د اضغر ملاتړ کوي، خیر موږ به دغه درې لوبغاړي د اضغر ملاتړي وګڼو، تاسو راته یو دسې ملي لوبغاړی یاد کړئ چې ګلبدین ته یې پر فیسبوک، یا هم ټویټر د لوبډلمشرۍ مبارکۍ پیغام لیکلی وي، نو لا دې څخه معلومیږي چې ګلبدین ځان پرسته انسان دی، د هېڅ لوبغاړي ندی خوښ

لوبغاړي ځکه د ګلبدین څخه ګیلامن شول چې د ځان پرځای یې باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړی وئ، کله چې راشدخان، محمدنبي او د لوبډلې نور لوبغاړي اضغر غوره کپټان ګڼي، باید ګلبدین هم ګڼلی وئ.

کله چې رسنۍ د ګلبدین څخه د لوبډلمشرۍ پوښتنه وکړه نو ګلبدین ډېر په غرور وویل” لوبډلمشري بیخي اسانه کار دی.

د چې لوبډلمشري یې کوم ډول ترسره کړه تاسو ولیده، مجیب چې په نوي بال لوبه کوي نو ګلبدین به تر ۲۰ اورونو وروسته راوست.

اوپنران مو د هندوستان، استرالیا، او انګلستان وروسته کمیاب اوپنران و، خو ګلبدین دواړه ډراپ کړل او خپله یې ملا وتړله.

اوس ګلبدین په تازه مرکه کې ویلي چې په نړیوال جام کې ما ښې لوبې وکړې، خو نورو لوبغاړو ونکړې، د یې هم ویلي چې ډېر لوبغاړي به د ملي لوبډلې څخه ډراپ کړي، راشد، نبي او نورو لوبغاړو ته یې ګواښ کړی، تاسو تر اوسه د کوم لوبډلمشر ګواښ لیدلی؟؟؟ د ګلبدین د سلیکشن مشر دی که لوبډلمشر دی، که دغه خبرې نه منۍ د (بي بي سي) سره د ګلبدین مرکه وګورئ.

که ټولې کړنې یې لیکم نو درې کتابه وخت نیسي، د اوس لپاره همده بسنه کوي، نور حقیقتونه به دوام لري.

نور خان اشنا



ګلبدین، لوبډله
t