د فساد په وړاندې مبارزه له تا پيليږي

د فساد په وړاندې مبارزه له تا پيليږي

د ټولنيز سياست د علم مختصصين وايي:
.
۱- که چېرې په کوم هوټل يا رستوران کې اوسې، او په چای کې دې ځانته د خپل کور په پرتله زياته بوره يا زياتې شيدې واچولې… نو پوه شه چې فساد کولو ته چمتووالی لرې.
.
۲- که چېرې دې د کور په پرتله په عامو ځايونو کې (هوټل وغيره) زياته اندازه صابون، عطر، او ټيشو کاغذ کاروه؛ نو پوی شه که چېرې د اختلاس (اداري مالي فساد) فرصت درته په لاس درشي، نو دريغ به ترې رانوړې.
.
۳- که چېرې دې د ځان لپاره په خوښيو کې يا په پرانيستو بوفيه ګانو کې زيات خواړه راغوښتل، يواځې د دې لپاره چې بيل يې بل څوک پرې کوي.. نو دا د دې دليل دی چې که د عام مال د خوړلو فرصت دې وموند، خامخا به يې وخورې.
.
۴- که چېرې خپل نوبت ته نه ودرېدې، او په لاينونو کې دې خلک کراس کول، نو پوه شه چې د دې چمتوالی لرې چې منصب ته د رسېدو لپاره د خلکو په سرونو پښې کېږدې.
.
۵- که چېرې دې لاره کې موندل شوی څيز (مال وغيره) خپل حق ګاڼه، نو معنی يې دا ده چې د بل د حق خوړلو لپاره تياري لري.
.
۶- که چېرې د خلکو د لومړي نامه پر ځای د وروستي نامه (قبيلې يا خېل) پېژندلو ته ډېر لېوال وې؛ نو پوه شه عنصريت لرې، او د دې احتمال شته، چې ځينو خلکو سره يواځې د هغوی د خېلونو په وجه مرسته وکړې، همدرانګه يواځې اشخاص به درته اهميت لري، نه فکرونه او لاسته راوړنې.
.
۷- که چېرې دې د ټريفک د لارښوونو مخالفت کاوه، د ټريفک اشارو ته دې اهميت نه ورکاوه، نو معنی يې دا ده چې د هر داسې مخالفت لپاره چمتوالی لرې چې نور بېګناه خلک په کې قرباني کيږي .
.
نو:
د فساد په وړاندې مبارزه د انسان له خپل ځان څخه پيليږي، بايد کوښښ وکړو، چې هر ځای د ښو ځانګړتياو خاوندان اوسو، او دا په ياد ولرو، چې امانتکاري يواځې دا نه ده چې يواځې د خلکو په وړاندې امانتکار اوسو، بلکه د خلکو له سترګو لرې د خپل ځان سره د يواځيتوب په حالت کې هم امانتکار اوسو. 

ژباړه: دوکتور سراج الحق هاشم


فساد ضد مبارزه
t