هغه ښځه چي په ۱۰ دقيقو کي يې ۳۲ برګران وخوړل!

هغه ښځه چي په ۱۰ دقيقو کي يې ۳۲ برګران وخوړل!

عزت الله ذکي

د آمريکا په پلازمېنه واشنګټن کي د لسم ځل لپاره د زينګر برګرانو خوړلو سيالي ترسره سوه، چي پکي د مولي شیویلر په نوم يوې ۴۰ کلني ښځينه لوبغاړي د پنځم ځل لپاره په ۱۰ دقيقو کي تر ۳۲ زينګر برګرانو خوړلو وروسته لومړی مقام خپل کړ.

دغه سيالي هرکال د واشنګټن په ټينلي سيمه کي د خپلواک برګر په نوم د يوه ځايي مرکز لخوا په لاره اچول کېږي، چي ګڼ شمېر نارينه او ښځينه لوبغاړي پکي په لسو دقيقو کي د زياتو زينګر برګرانو خوړلو پر سر  يو بل سره لوبېږي.

مينه وال هغه وخت حيران سول، چي کله ددغي سيالۍ لومړۍ مقام ګټونکي ۴۰ کلني ښځي په ۱۰ دقيقو کي څومره ډېره غذا وخوړه! خو مولي شيويلر وويل، دا زما دنده ده، چي دا سيالي به ګټم.

په دې سيالي کي زيات خوراک کوونکي کسان ډېر آسانه توانېدای سي، چي لومړۍ مقام خپل کړي، ځکه د سيالۍ موخه زيات خوراک کول دي.


امريکا برګرانو سيالي سيمه او نړۍ هر اړخيز او معلوماتي
t