سبا د امریکا او هالنډ ښځینه لوبډلي پایلوبه ترسره کوي

سبا د امریکا او هالنډ ښځینه لوبډلي پایلوبه ترسره کوي

د ۲۰۱۹م کال د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام سیالیو پایلوبي ته امریکا او هالنډ ښځينه ملي لوبډلو لاره پيداکړه، چي ددې دوو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام دا پایلوبه سبا یکشنبه ترسره کیږي.

دا پایلوبه د کابل په وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پېلیږي.

ددې سیالیو په نیمه پایلوبو کي امریکا ـ انګلستان ته او هالنډ بیا سویډن ته ماته ورکړه او پایلوبي ته ئې لاره پيداکړه.

امریکا – انګلستان ته ۲ ګولونه پر ۱ او هالنډ بیا سویډن ۱ ګول پر ۰ مات کړ.

نن شپه ۷:۳۰ بجې بیا انګلستان د سویډن سره د دریم مقام ګټلو لپاره لوبیږي.

د ښځينه وو ترمنځ د فوټبال دا لوبي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فرانسې په کوربتوب د تیري جون میاشتي په ۷مه نېټه پيل سوي او سبا یکشنبه پاي ته رسیږي.

صابر حمیدي

 


سپورټ نړۍ
t