په نیمروز ولایت کي د سولي په نوم د کرکیټ لوبي پېل سوې

په نیمروز ولایت کي د سولي په نوم د کرکیټ لوبي پېل سوې

د مسئولینو په خبره، پرون د جمعې په ورځ په نیمروز ولایت کي د کرکیټ شل آوریزه ټورنمنټ پيل سو.

د یادو سیالیو مسئولین او ترتیب کوونکي وايي، چي دا سیالۍ د نیمروز ولایت د کرکیټ آمریت په نوښت د ۸ لوبډلو ترمنځ جوړي سوې.

د دوي په خبره، چي د کرکیټ دا لوبي به شاوخوا ۱۵ ورځي دوام وکړي.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د کرکیټ ددې لوبو په پرانیست غونډه کي د نیمروز د کرکیټ مشرانو، لوبغاړو او ګڼ شمېر مینوالو برخه اخېسته وه.

په لومړۍ ورځ خاشرود ستورې لوبډله او سیستان ټیمونه سره ولوبېدل.

ددې سیالیو مسئولین او لوبېدونکي لوبغاړي وايي، چي د ټورنمنټ څخه ئې موخه دا ده، تر څو په هیواد کي دایمي سوله او امن راسي.

صابر حمیدي


لوبې
t