سبا په کندهار کي د فوټبال ولایتي سیالۍ پېلیږي

سبا په کندهار کي د فوټبال ولایتي سیالۍ پېلیږي

د مسئولینو په خبره سبا یکشنبه د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د ۵ ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيلیږي.

د کندهار د فوټبال فدراسیون رئیس نصیراحمد رحماني زما راډيو ته وویل، چي په دې سیالیو کي د کندهار، هلمند، زابل، روزګان او د نیمروز ولایتونو څخه د فوټبال منتخبي لوبډلي ګډون کوي.

د رحماني په خبره، چي له کندهاره به بیا په دې لوبو کي ۲ ټیمونه د کندهار الف او ب منتخب په نوم ګډون وکړي.

د یاد مسئول په خبره، چي ددې سیالیو موخه د میوند اتلانو لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

د فوټبال دا ټورنمنټ ۴ ورځي وخت نیسي، چي له تیري شنبې څخه کندهار الف او ب منتخبي لوبډلي ورته چمتوالی پيل کړی.

میوند اتلانو ته هر کال په دې سیالیو کي غوره لوبېدونکي لوبغاړي د کابل څخه د راغلي پلاوي له لوري ټاکل کیږي.

صابر حمیدي


افغانستان، ورزش
t